مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د تلې ۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان هوایي ځواک یوه برید د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه.
په اعلامیه کې راغلي چې ګل نبي مبارز د یکشنبې په ورځ /د تلې ۷مه/ په یاده ولسوالۍ کې په نښه کړای شو.
قول اردو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې له دې جلا افغان ځواکونو چې هوایي ځواک یې ملاتړ کاوه د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۷ تنه طالب جنګیالي ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.
اعلامیه زیاتوي چې ۵ امنیتي منسوبین ټپيان شول خو ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی وراوښتی.
طالبانو په سملاسي توګه د دې پېښو په هکله څه نه دي ویلي.