بلخ -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۱۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو چې د هوا له لارې یې ملاتړ کېده، په بلخ ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل.
اردو وویل چې دغه نښتې د چارشنبې په ماښام /د تلې ۱۷مه/ په چمتال او بلخ ولسوالیو کې وشوې.
اعلامیه زیاتوي چې په نښتو کې د اورپکو اړوند ۶ موټرسایکلونه او تجهیزات ویجاړ شول.
اردو وویل چې هېڅ ملکي کس ته زیان نه دی ور رسېدلی.