افغان ځواکونو په بلخ کې د طالبانو تش په نامه ولسوال او ۷ نور اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د تلې ۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان هوایي ځواک یوه برید د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه.‌

په اعلامیه کې راغلي چې ګل نبي مبارز د یکشنبې په ورځ /د تلې ۷مه/ په یاده ولسوالۍ کې په نښه کړای شو.‌

قول اردو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې له دې جلا افغان ځواکونو چې هوایي ځواک یې ملاتړ کاوه د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۷ تنه طالب جنګیالي ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.

اعلامیه زیاتوي چې ۵ امنیتي منسوبین ټپيان شول خو ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی وراوښتی.

طالبانو په سملاسي توګه د دې پېښو په هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500