تروريزم

داعش هڅه کوي چې په سرپل او جوزجان ولایتونو کې افغانان وځپي

د سلیمان راپور

افغان لاریونوال د اګست په ۲ مه په هرات کې، د دغه ښار په یوه جومات باندې د اګست د ۱ له برید څخه وروسته چې ۳۳ کسان یې ووژل، د داعش پر ضد شعارونه ورکوي.‌ چارواکي وایي، داعش ملکي خلک په دې نیت وژني چې هڅه کوي په دې توګه خپل رسوخ پیاوړی وښیي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغان لاریونوال د اګست په ۲ مه په هرات کې، د دغه ښار په یوه جومات باندې د اګست د ۱ له برید څخه وروسته چې ۳۳ کسان یې ووژل، د داعش پر ضد شعارونه ورکوي.‌ چارواکي وایي، داعش ملکي خلک په دې نیت وژني چې هڅه کوي په دې توګه خپل رسوخ پیاوړی وښیي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- ځایي چارواکي وایي، چې داعش د سرپل او جوزجان ولایتونو د اوسېدونکیولپاره ژوند ترخوي.‌

د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې، د داعش غړو په دې هڅه د یو شمېر پېژندل شویو کسانو سرونه پرې کړي چې د هغو خلکو خولې بندې کړي چې د دغې ډلې د افراطي ایډیالوژۍ په وړاندې مخالفت کوي.‌

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام ټایمز ته وویل، «د جولای په ۲۴ مه، د داعش یوه قوماندان قاري شېرمحمد د یوه دیني عالم او د صیاد ولسوالۍ د اوسېدونکي ملا تاج محمد سر پرې کړ،»‌

هغه وویل، «ډېر احتمال دا دی چې د داعش غړو له دې امله د هغه سر پرې کړ چې د دغې ډلې پر ضد یې تبلیغ کاوه... او د داعش اسلام ضد عملونه یې غندل،»

یو افغان عسکر د اګست په ۱۲مه په ننګرهار ولایت کې د ایتلافي ځواکونو د یوه هوایي برید ساحه ګوري.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان عسکر د اګست په ۱۲مه په ننګرهار ولایت کې د ایتلافي ځواکونو د یوه هوایي برید ساحه ګوري.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

اماني وویل، «څو میاشتې مخکې، د داعش اورپکو د صیاد ولسوالۍ په میان دره کلي کې د درې قومي مشرانو سرونه پرې کړل،»‌

'مونږ په تیاره او غفلت کې ساتل'

په ورته وخت کې، داعش د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدودوي.‌

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري سلام ټایمز ته وویل، «داعش تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د تلوېزیون سیټونو، سټیلایټ ډېشونو، سګرېټو او د چرګانو د غوښې خرڅول او اخیستل منع کړي دي،»

هغه وویل، «د داعش اورپکو خبرداری ورکړی چې هر څوک چې د داعش له دغه حکم څخه سرغړونه وکړي هغه ته به سزا ورکول شي،»

اورپکو خبرداری ورکړی چې هغه څوک چې د تلوېزیون له بندیز څخه سرغړونه وکړي، هغه به ۱۰۰ زره افغانۍ یا له دې نه سخت جریمه شي.‌

غفوري وویل، «د جولای په ۲۵مه... د داعش اورپکو یو قومي مشر په دې پلمه وویشت او وواژه چې له داعش سره یې همکاري نه کوله،»

هغه وویل، «په ځایي اوسېدونکیو د داعش د تحمیل شویو محدودیتونو او وحشیانه اقداماتو په نتیجه کې، د درزاب ولسوالۍ ۱۰۰۰ کورنۍ دې ته مجبورې شوې چې خپل کورونه پرېږدي. شپږ سوه کورنۍ د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته لاړې، او نورې کورنۍ ګاونډیو ولایتونو ته وکوچېدلې.»

اورپکي د اوسېدونکيو ورځنۍ ژوند چارې محدودوي

د درزاب ولسوال بازمحمد داور وویل، «د داعش اورپکي په درزاب کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې هره ورځ د نویو محدودیتونو په وضع کولو سره د ځایي خلکو نورمال ژوند محدودوي. د هغوی ژوند، ملکیتونه، وظیفې او د ښوونځیو د ماشومانو ښوونه او روزنه له خطر سره مخامخ دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش اورپکي همدارنګه په لارو شوکې کوي. د جولای په ۲۶ مه،... ۷ تنه استادان چې له بانکونو څخه یې خپلې تنخاګانې را اېستلې وې او کورونو ته روان ول، د داعش د اورپکو له خوا ولوټل شول.»‌

داور زیاته کړه«که څه هم چې د داعش غړو لا وار دمخه په درزاب کې یو شمېر ښوونځي ویجاړ کړي ول،اوس اوسېدونکي دې ته وارخطا دي چې داعش به د هغوی ښوونځي په بشپړه توګه بند کړي،»

یوه ۶۰ کلن متقاعد ښوونکي او د درزاب اوسېدونکي غلام سرور سلام ټایمز ته وویل، «داعش زمونږ لپاره دا ناشونې کړې ده چې عادي ژوند وکړو،»

هغه په داسې حال کې چې په افغان اردو یې تاکید وکړ چې د داعش پر ضد عملیات پیاوړي کړي، وویل، «سربېره پر دې، د ښوونځیو په ویجاړولو او د تلوېزیون له کتلو څخه زمونږ په منع کولو سره، د داعش اورپکي غواړي چې مونږ په تیاره او ناخبرۍ کې وساتي او په دې توګه هغوی په درزاب کې خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي،»

داعش تر برید لاندې

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، په افغانستان کې داعش خپلې وروستۍ ورځې شماري.‌

هغه وویل، د کال په لومړۍ نیمایي کې په جنوب او ختیځ کې د درنو تلفاتو له ور رسېدلو څخه وروسته، داعش هڅه کوي چې د ځواک د دغو ښودنو له لارې خپل حضور ثابت کړي.‌

وزیري سلام ټایمز ته وویل، «هغوی د دې لپاره یو لړ جرمونه ترسره کوي چې خپل حضور پیاوړی وښیي، خو په راتلونکیو ورځو کې، به په درزاب کې د داعش د له منځه وړلو لپاره ځمکني او هوایي عملیات ترسره شي.»

چارواکو د یکشنبې په ورځ /د اګست ۱۳ مه/ وویل، د داعش عملیاتو ته هغه وخت یو بل سخت ټکان ور ورسېد چې یوه هوایي برید د اګست په ۱۰ مه په کونړ ولایت کې د هغوی ګڼ شمېر غړي ووژل.‌

دغه برید د داعش د خراسان څانګې د کونړ ولایت مشر عبدالرحمان او د یادې ډلې درې نور غړي په پېچ دره ولسوالۍ کې ووژل.‌

رحمان یوه میاشت وروسته له هغه ووژل شوچې ایتلافي ځواکونو د داعش د خراسان څانګې مشر ابوسعید وواژه او په دې توګه د یوه کال په ترڅ کې دغې ډلې په درېیم ځل خپل مشر له لاسه ورکړ.‌

رحمان په کونړ کې د داعش د خراسان څانګې ولایتي مشر وو او داسې ګڼل کېده چې لومړنی نوماند به وي چې د سعید،‌ چې په کونړ کې د جولای په ۱۱ مه په یوه هوایي برید کې وژل شوی وو، پرځای به د دغې ډلې مشر شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500