تروريزم

په جوزجان کې د داعش اورپکي کونډې او نجونې ودونو کولو ته مجبوروي

د سلیمان راپور

په هرات کې د ۲۰۱۶ د نومبر په ۱۶مه یوه چادري واله ښځه روانه ده.‌ داعش په جوزجان ولایت کې د ښځو او ماشومانو په وړاندې ظالمانه چلند کوي. [عارف کریمي/ای اېف پي‌]

په هرات کې د ۲۰۱۶ د نومبر په ۱۶مه یوه چادري واله ښځه روانه ده.‌ داعش په جوزجان ولایت کې د ښځو او ماشومانو په وړاندې ظالمانه چلند کوي. [عارف کریمي/ای اېف پي‌]

کابل -- داعش د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې په یو شمېر کلیو کې د ځایي اوسېدونکیو په وړاندې وحشیانه جنایتونه ترسره کوي.

چارواکي او اوسېدونکي وایي،‌ چې په وروستیو ظلمونو کې، د داعش اورپکو په لسګونو ښځې او نجونې مجبورې کړي چې له هغوی سره ودونه وکړي او لسګونه ماشومان یې ترهګریزې روزنې ترلاسه کولو ته مجبور کړي دي.

داعش په ننګرهار ولایت او اوس په جوزجان ولایت کېد منظمې زبرزنا، جنسي استفادې او جبري ودونو په شمول له ښځو سره د ناوړه چلند یو تاریخ لري.‌

د درزاب پخواني ولسوال رحمت الله حشر سلام ټایمز ته وویل، «د داعش یو شمېر ازبک غړي درزاب او قوش تېپې ولسوالیو ته راغلي، او له ځانونو سره یې خپلې ښځې او کورنۍ راوستي دي،»

هغه وویل، «خو د داعش یو شمېر هغو جنګیاليو چې ښځې یې نه لرلې، تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ډېرې کونډې او ځوانې نجونې دې ته مجبورې کړې چې له هغوی سره ودونه وکړي.‌ تر دې دمه، په هغو ولسوالیو کې د داعش اورپکو ۵۰ ښځې او نجونې دې ته مجبورې کړي چې له هغوی سره ودونه وکړي.»‌

د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمې صدف کریمي سلام ټایمز ته وویل، «داعش تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې اوسېدونکیو ته حکمونه صادر کړي، او په هغو کورنیو، چې نجونې او کونډې په کې وي، یې دا جبري کړې، چې په خپلو کورونو باندې بیرغونه ودروي،»‌

هغې وویل، «د مثال په توګه، داعش له هغو کورنیو څخه، چې درې لوڼې لري، غوښتنه کړې چې په خپلو کورونو باندې درې بیرغونه ځوړند کړي، او هغه چې څلور لوڼې لري چې څلور بیرغونه ځوړند کړي، او همداسې نور او نور. سربېره پر دې، داسې کورنۍ باید د خپلو لوڼو له ډلې څخه یوه داعش ته ورکړي.»‌

جبري واده په اسلام او افغانستان کې منع دی

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د داعش له خوا د ځایي ښځو د جبري ودونو راپورونه تایید کړل.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ امنیتي او کشفي ځواکونو په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو څخه معلومات راغونډ کړي، چې ښیي چې د دغې ډلې غړو ګڼ شمېر ښځې دې ته مجبورې کړي چې له هغوی سره ودونه وکړي،»

په کابل کې یوه دیني عالم عزیزالرحمان محمدي سلام ټایمز ته وویل، «د اسلامي قوانینو له مخې،‌ واده دوه اساسي اصول لري چې ایجاب او قبول دي،»

هغه وویل، «اسلام تاکید کوي چې هغه سړی او ښځه، چې واده سره کوي، دواړه باید راضي وي،»‌

محمدي وویل، «کله چې واده په جبر سره د یوې ښځې له رضا څخه پرته کیږي، دا بیا یو غیراسلامي کار بلل کیږي چې هم د افغانستان له قوانینو څخه سرغړونه کوي او هم د اسلامي مذهبونو د عالمانو له نظرونو سره،»‌

داعش د ځانمرګو بریدونو لپاره ماشومان روزي

داعش د جوزجان ولایت له ماشومانو څخه ناوړه استفاده کوي، او هغوی دې ته مجبوروي چې روزنه واخلي او د ترهګرو په ګټه جنګ وکړي.‌

کریم الله، د یوه ۱۴ کلن ماشوم تره چې داعش بوولی وو، وویل، د نومبر په ۷ مه «د داعش غړو له درزاب ولسوالۍ څخه ۳۰ ماشومان په سردره کلي کې خپل مرکز ته بوتلل چې هغوی د ځانمرګو بریدونو لپاره وروزي،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش د درزاب او قوش تېپې له اوسېدونکیو څخه غوښتي وو چې له دغه ګروپ سره یوځای شي،»‌ او زیاته یې کړه چې یوازنۍ بدیل دا دی چې «هغوی له خپلو کورونو څخه وځي او خپلې سیمې پرېږدي».‌

د درزاب ولسوالۍ پخواني ولسوال حشر وویل، «داعش په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې له ۲۰۰ څخه ډېر ماشومان د هغوی له کورنیو څخه په زور سره اخیستي او د مغل او سردرې کلیو ته یې بوولي دي، چې هلته به هغوی ته ترهګریزه روزنه ورکړي،»‌

د جوزجان د والي ویاند غفوري د جوزجان د ځوانانو د جبري بېګار راپورونه تایید کړل.‌

هغه وویل، «داعش له خلکو نه غوښتي وو چې خپل هغه بچیان، چې له ۲۰ کلونو نه کم عمرونه لري، ور ولېږي چې په دغه ګروپ کې داخل کړای شي،‌ چې دې مسئلې د خلکو په منځ کې غټه اندېښنه راپورته کړه،»‌

ښځې او ماشومان د داعش اصلي قربانیان دي

د جوزجان د ولایتي شورا غړې کریمي وویل، «د داعش د ترهګریزو فعالیتونو د قربانیانو ۷۰٪ ښځې او ماشومان دي،»‌

هغې وویل، «د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو په بندولو سرهله ۱۵۰ تنو څخه ډېرو ښځینه معلمانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړې په داسې حال کې چې زرګونه نجونې او هلکان له ښوونې او روزنې څخه بې برخې کړای شول،»‌

کریمي وویل، «سربېره پر دې، هغه ښځې چې له کورونو څخه بهر یا د زراعت په برخه کې یې کارونه کول، د داعش له خوا د محدودیتونو او بندیزونو د وضعه کېدلو له امله له تر ټولو لوی اقتصادي تاوان سره مخامخ شوې،»

هغې وویل، «د داعش ظلم او جګړې په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې ۵۰۰۰ کورنۍ، چې ۷۰٪ یې ښځې او ماشومان دي، دې ته مجبورې کړې چې خپل کورونه پرېږدي او بې ځایه شي،‌ سربېره پر دې، ۲۵۰۰۰ ماشومان د پولیو واکسین له اخیستلو څخه محروم کړای شول

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500