امنیت

افغان ځواکونو په لالپوره کې د طالبانو د کلونو اوږده کنټرول له پای ته رسولو څخه وروسته پرمختګ ته لاره هواره کړه

د خالد زېري راپور

افغان ګډو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې لالپوره ولسوالي له پاتې طالب اورپکو څخه پاکه کړه. چارواکي وایي چې دغه عملیات د وري په ۸ مه پیل او د وري په ۱۸مه پای ته ورسېدل. [خالد زېری]

ننګرهار -- د لالپورې ولسوالۍ اوسېدونکي هیله لري چې اوس چې طالبان د افغان ځواکونو له خوا له سیمې څخه اېستل شوي، د نویو ښوونځیو او کلینیکونو په څېر مهمې پروژې به پیل شي.

طالبان، چې له کلونو راهیسې یې په ننګرهار ولایت کې د دغې ولسوالۍ ډېرې برخې کنټرولولې، له هغو عملیاتو څخه وروسته له سیمې څخه جارو کړای شول چې د وري په ۸ مه پیل او د وري په ۱۸مه پای ته ورسېدل.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له چارواکو او نورو محلي مقاماتو سره یوځای، د وري په ۱۸مه له لالپورې ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه څو ډاډمنه کړي چې امنیتي پوستې او د محلي ولسي پاڅون ګروپونه په صحیح توګه مجهز دي، او چې په سیمه کې د نویو پرمختیایي پروژو لپاره لومړیتوبونه وضع کړي.

میاخېل خبریالانو ته وویل، «طالبانو د تېرو ۱۴ کالو په ترڅ کې د لالپورې ولسوالۍ ډېرې برخې کنټرولولې، خو زمونږ زړور ځواکونه وتوانېدل چې د طالبانو د ډېرو کسانو په وژلو سره دغه ولسوالي له هغوی څخه پاکه کړي، او مونږ د خدای شکر ادا کوو چې زمونږ ځواکونو ته هېڅ زیان ونه رسېد.»

د ننګرهار ولایت په لالپوره ولسوالۍ کې د وري په ۱۸مه یوه امنیتي پوسته لیدل کیږي. افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترسره کولو سره چې ۱۱ ورځې یې دوام وکړ، پاتې طالب اورپکي له یادې ولسوالۍ څخه واېستل. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د ننګرهار ولایت په لالپوره ولسوالۍ کې د وري په ۱۸مه یوه امنیتي پوسته لیدل کیږي. افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترسره کولو سره چې ۱۱ ورځې یې دوام وکړ، پاتې طالب اورپکي له یادې ولسوالۍ څخه واېستل. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د ننګرهار ولایتي چارواکي د کب په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په لالپوره ولسوالۍ کې له طالب اورپکو څخه یوه بېرته نیول شوې امنیتي پوسته ګوري. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د ننګرهار ولایتي چارواکي د کب په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په لالپوره ولسوالۍ کې له طالب اورپکو څخه یوه بېرته نیول شوې امنیتي پوسته ګوري. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

هغه وویل، «اوس مونږ یو د سرحدي ځواک واحد جوړوو چې نا امنه سیمې خوندي کړي او په سیمه کې تلپاتې امنیت ډاډمن کړي.»

میاخېل وویل، «مونږ د دغه واحد د جوړولو لپاره عملي کار پیل کړی دی. د هغوی ځینې د تلاشۍ پوستې جوړې شوي، او په نژدې ورځو کې به مونږ نورې هم جوړې کړو.»

هغه زیاته کړه، «مونږ به د محلي پاڅون په سلګونو غړو ته چې اوس خپلې سیمې ساتي، وسلې او تجهیزات ورکړو.»

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزیري وویل، حکومت په یوه پلان کار کوي چې یو محلي ځواک جوړ کړي او په دې ولسوالۍ کې یې توظیف کړي چې د امنیت په ډاډمنولو کې مرسته وکړي.

هغه خبریالانو ته وویل، «دا پروسه یو څه وخت اخلي، خو مونږ پلان لرو چې په سیمه کې یو محلي ځواک توظیف کړو چې په راتلونکي کې هېڅ دښمن ونشي کولی چې سیمه وګواښي.»

'له قفس څخه ازاد شوي'

د چکنور یوه اوسېدونکي او د هزارناو عالي لېسې مدیر حفیظ الله جمالي وویل هغه خوښ دی چې طالبان له سیمې څخه پسې اخیستل شوي دي. هغه راتلونکیو ازادیو ته خوښي وښودله.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«طالبانو غټو نجونو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځي ته لاړې شي.‌ هغوی هره ورځ جنګونه کول او ملکي خلک یې ډارول، خو اوس چې واک حکومت په لاس کې اخیستی دی، مونږ ډېر خوښ یو، او داسې احساسکوو لکه له یوه قفس څخه چې ازاد شوي یو.»

جمالي وویل، «اوس، په کار دی چې حکومت دا سیمې وساتي. څنګه چې دا کمپاین پیل شوی دی، زه هیله لرم چې همداسې به دوام ومومي.»

هغه وویل، «هغه باید نورې د تلاشۍ پوستې هم جوړې کړي، خپلې پوستې قوي کړي او د محلي پاڅون ګروپونه سنبال کړي. که دا ټولې هڅې سره یو لاس شي، دا به یوه غټه لاسته راوړنه ولري چې خلکو ته به ګټه ورسوي.»

یوه بل اوسېدونکي شکیل احمد رسولي وویل، هغه په دې تمه دی چې د طالب اورپکو له اېستل کېدلو څخه وروسته به په دې ولسوالۍ کې پرمختللې بېخبناوې جوړې کړای شي.

رسولي سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو ۱۳ څخه تر ۱۴ کالو کې مونږ هېڅ [پرمختیایي] پروژه ونه لیدله ځکه چې دلته امنیت ډېر خراب وو. چېرې چې امنیت خراب وي، هېڅ پروژه په کې نشي پلې کېدلی. اوس چې وضعه ښه شوې ده، حکومت باید مونږ ته ښوونځي،‌ کلینیکونه او نور سهولتونه برابر کړي.»

والي میاخېل ژمنه وکړه چې حکومت به دا اړتیاوې پوره کړي، لومړی به د دې ولسوالۍ پرمختیایي لومړیتوبونه وټاکي او بیا به په ولسوالۍ کې د بیا رغونې پروژې پیل کړي.‌

میاخېل وویل،‌«ښه امنیت کولی شي چې متوازن پرمختګ، یوه پرمختللي عدلي نظام او بهترو عامه خدمتونو ته لاره هواره کړي.»

هغه وویل، «اوس چې امنیت ښه شوی دی، مونږ ستاسو ستونزې واورېدې او مونږ به هغو ته عملي ځواب ورکړو. زمونږ د ادارو رییسان دلته له ما سره راغلي دي چې ستاسو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي، او کله چې هغوی خپل دفترونو ته ستانه شي، هغوی به ستاسو په ستونزو بیاکتنه وکړي او ستاسو لپاره به پروژې پلې کړي.»

هغه زیاته کړه، «همدارنګه مونږ په شینوارو ولسوالۍ کې پروژې پیل کړي دي.‌ مونږ د کورونو جوړولو په برخه کې مرسته برابروو.»

هغه وویل، «مونږ ژمن یو چې د هغو خلکو اړتیاوې پوره کړو چې له ستونزو سره مخامخ شوي او سیمې یې ویجاړې شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500