امنیت

په غزني کې طالبانو ته ور رسېدلیو غټو زیانونو په ډېرو اوسېدونکیو کې د حالاتو د عادي کولو احساس بیا را ژوندی کړی دی

د سلیمان راپور

یو افغان سرتېری د ۱۳۹۷ د لړم په ۸ مه په غزني ولایت کې په ۱ نمبر لویه لاره د تلاشۍ په یوه پوسته پیره کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

یو افغان سرتېری د ۱۳۹۷ د لړم په ۸ مه په غزني ولایت کې په ۱ نمبر لویه لاره د تلاشۍ په یوه پوسته پیره کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د ایتلافي ځواکونو په ملاتړ په غزني ولایت کې په سلګونو طالب جنګیالي وژلي او ټپي کړي او د ولسوالیو حکومتي ادارې یې د دې وړ ګرځولي چې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وویل، «افغان او ایتلافي ځواکونو تېره میاشت د غزني ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له ۱۲۴ څخه ډېر ګډ عملیات ترسره کړل.»

هغه وویل، په نتیجه کې د ۱۸ قوماندانانو او سرګروپانو په شمول ۴۶۸ طالب جنګیالي ووژل او ټپیان شول.

نوري وویل، په یوه وروستي عملیات کې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې د طالبانو یو لړ پلان شوي بریدونه شنډ کړل او د یادې ډلې له ۱۰۰ څخه ډېر جنګیالي یې ووژل.

افغان ځواکونه د غبرګولي په ۱۶مه د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې راټول شوي دي. افغان ځواکونو دغه ولسوالي د طالبانو له خوا په هغې له دوه کاله کنټرول څخه وروسته بیا ترلاسه کړه. [د افغانستان د دفاع وزارت/فېسبوک]

افغان ځواکونه د غبرګولي په ۱۶مه د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې راټول شوي دي. افغان ځواکونو دغه ولسوالي د طالبانو له خوا په هغې له دوه کاله کنټرول څخه وروسته بیا ترلاسه کړه. [د افغانستان د دفاع وزارت/فېسبوک]

هغه د غبرګولي په ۱۶مه وویل، «څو ورځې مخکې زیات شمېر طالب جنګیالیو پلان درلود چې په قره باغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو پراخ عملیات ترسره کړي، خو له نېکه مرغه چې امنیتي ځواکونه په برید خبر شوي وو.»

نوري د اورپکي ګروپ د ځانګړیو ځواکونو ډلې ته په اشارې، وویل،«هغوی وکولی شوای چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په همکارۍ سره ۱۰۷ طالب جنګیالي چې ۱۰۰ تنه یې د سرې قطعې غړي وو، ووژني.»

نوري وویل، «په وژل شویو کې د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د اورپکو د یوه مسؤل په شمول د طالبانو څلور وتلي قوماندانان شامل وو.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو په غزني کې د سرې قطعې مشر ملا ادریس چې په سیمه کې ډېر ترهګریز بریدونه پلانوي او رهبري کوي، په نښه کړی وو،» او زیاته یې کړه چې د اورپکو یاد مشر «ټپي شوی دی».‌

نوري وویل، «طالبان دا زور نه لري چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ وجنګیږي.»

د محلي حکومتولۍ بیا پیلول

په غزني کې د یاغیانو پر ضد د تصفیې بریالیو هڅو ځینې محلي ولسوالۍ لکه ده یک او خواجه عمري دې ته جوړې کړې چې حکومتي فعالیتونه بیا پيل کړي او په سیمه کې د عادي چارو د بیا ځای پرځای کولو لپاره نوي پرمختیایي پروګرامونه رامنځته کړي.‌

افغان ځانګړیو ځواکونو د غبرګولي په ۶ مه د ده یک ولسوالي چې دوه کاله د طالبانو تر کنټرول لاندې وه، ونیوله. همدارنګه، هغوی د غبرګولي په ۱۸مه د خواجه عمري ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړ. دا ولسوالي له یوه کال راهیسې د اورپکو تر نفوذ لاندې وه‌.‌

نوري وویل، «په ده یک او خواجه عمري ولسوالیو کې چې له طالبانو څخه بېرته ونیول شوې، ژوند بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی. د ولسوالیو چارواکي د ولسوالیو مرکزونو ته رسېدلي او حکومتي فعالیتونه پيل شوي دي.»

هغه وویل، «د دې دوه ولسوالیو لپاره د پرمختیایي پروګرامونو بودجې ځانګړې شوي او د دغو پروګرامونو عملي کار به په را روانو ورځو کې پیل شي.»

د دفاع وزارت ویاند محمد ذبیر عارف په یادو ولسوالیو کې د طالبانو نسکورېدا او د هغوی د ډېرو جیګپوړو مشرانو له منځه وړل وستایل.

هغه وویل، «د دفاع وزارت نوې رهبرۍ له خلکو سره وعده کړې وه چې مونږ به تهاجمي موقف غوره کوو. په نتیجه کې،‌ مونږ د طالبانو د مهمو قوماندانانو په شمول په سلګونو جنګیالي ووژل.»

عارف وویل، «په دوه اونیو کې مونږ ده یک او خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو له کنټرول څخه ازادې کړې.»

هغه وویل، «مونږ طالبانو ته خبرداری ورکوو چې د وخت په تېرېدلو سره به مونږ د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د هغوی تر کنټرول لاندې پرې نه ږدو او وبه یې نیسو او هغوی به له منځه وېسو.»

د طالبانو د سرې قطعې په نښه کول

عارف د غبرګولي په ۱۸مهوویل،«مونږ په تېرو ۱۰ ورځو کې په غزني او میدان وردک ولایتونو کې د طالبانو د سرې قطعې له ۲۰۰ څخه ډېر غړي ووژل او مونږ به د طالبانو د ډلې هر هغه غړي چې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګیږي، ووژنو.»

عارف وویل، طالبانو د هغوی د «الفتح» پسرلنیو عملیاتو په ترسره کولو سره پلان درلود چې په بېلابېلو ولایتونو کې ناامنۍ جوړې کړي، خو د امنیتي ځواکونو عملیاتو د هغوی عملیات ورشنډ‌ کړل.‌

هغه وویل، «د طالبانو د ډلې هغه غړي چې په عملیاتو کې ژوندي پاتې او تښتېدلي وو هغوی په ګاونډیو ولایتونو او سرحدي سیمو کې د ملکي خلکو په کورونو کې پټېږي.‌»

په کابل کې د پوځی چارو یوه تحلیلګر عزیز ستانکزي وویل، د طالبانو په اېستلو کې وروستۍ بریا ښیي چې ښایي له اورپکو څخه نورې سیمې هم ژر بېرته ونیول شي.

هغه وویل، «د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې، مونږ د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو له خوا په بریالۍ توګه ترسره شوي عملیات ولیدل او ومو لیدل چې خواجه عمري او ده یک ولسوالۍ هم ونیول شوې.»

ستانکزي وویل، «د هرې ورځې په تېرېدلو سره چې امنیتي ځواکونه له لاسه وتلې سیمې بېرته نیسي د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ له خوا طالبانو ته د ماتې ورکولو په برخه کې شوې وعدې په حقیقت بدلیږي.»

هغه وویل، «که چېرې پوځي عملیات په همداسې تهاجمي بڼه دوام ومومي او د طالبانو د ماتولو لپاره قوي اراده موجوده وي، امنیتي ځواکونه به ټولې هغه سیمې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي بېرته ونیسي.»

خلک ازادي لمانځي

په ازادو شویو ولسوالیو کې اوسېدونکي وایي چې هغوی د طالبانو له خوا تحمیل شویو سختو شرایطو څخه په خلاصېدلو سره خوښ دي.

د خواجه عمري ولسوالۍ یوې اوسېدونکې او د مدني ټولنې فعالې نویدې بیات وویل، «په تېر کال کې چې زمونږ ولسوالي د طالبانو په لاس کې وه هغوی هر هغه وحشت ترسره کړ چې په وس یې پوره وو.»

هغې وویل، «هغوی د خواجه عمري اوسېدونکیو څخه ګټه ترلاسه کوله، ځوان هلکان یې وېرول، په زراعتي ځمکو او د پسونو په رمو کې یې عشر او زکات اخیستل.»

بیات وویل، «طالبانو ځوانان د ږیرو او وېښتانو په برخه کې د خپلو حکمونو په اساس نه پرېښودلو له امله ډارول. هغوی د نجونو ښوونځي بند کړي وو او خلک یې مجبورول چې د لمبلو لپاره هغوی ته تودې اوبه ورکړي.»

بیات وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې اتلو افغان ځواکونو زمونږ ولسوالي بېرته ونیوله او زه هغوی ته د خواجه عمري د اوسېدونکو لپاره د دې لویې لاسته راوړنې له امله مبارکي وایم.»

احمد چې د طالبانو د واک پر وخت یې په خواجه عمري ولسوالۍ کې کار کاوه او په مستعار نامه یې خبرې کولې، وویل چې خلک بالاخره په دې بریالي شول چې د یاغیانو له خوا د زیان ور رسېدلو څخه وروسته بېرته یوه عادي ژوند ته را وګرځي.

هغه وویل، «خواوشا یو کال مخکې چې زمونږ ولسوالي د طالبانو لاسونو ته ولوېدله، هغوی د خواجه عمري ولسوال او ورسره یو شمېر نور کسان ووژل او یو شمېر کورنیو د طالبانو له وېرې خپل کورونه پرېښودل.»

احمد وویل، «طالب جنګیالیو له ملکي خلکو څخه پیسې اخیستلې. هغوی هره ورځ د هغوی کورونو ته ورتلل، او په دې یې مجبورول چې هغوی ته خواړه ورکړي. خلکو خپله ازادي له لاسه ورکړې وه. اوله او اخره خبره به طالبانو کوله.»

هغه وویل، طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت د نجونو ښوونځي بند کړي وو او د هلکانو په ښوونځیو کې یې خپل نصاب تدریساوه.‌ هغوی نارینه نه پرېښودل چې ږیرې کلې کړي او په عمومي توګه هغوی د نورو خلکو په ژوند کې محدویتونه وضع کړي و.‌

احمد وویل، «مونږ له امنیتي ځواکونو څخه مننه کوو چې زمونږ ولسوالي یې د طالبانو له کنټرول څخه را واېستله او اوس مونږ کولی شو چې په ارامۍ سره کار وکړو او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو. زه له حکومت څخه غواړم چې زمونږ په ټوله سیمه کې امنیت تأمین کړي، د نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړي او دغه پرمختیایي پروګرامونه تطبیق کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه خبر وو‌.

ځواب ورکړئ