امنیت

افغان سرحدي ځواکونو او پولیسو په هرات کې د طالبانو له خوا د نشه ییزو توکو د قاچاق لاره وتړله

د عمر راپور

مقامات د چنګاښ په ۲مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سرحدي ځواک د ۷۰۵مې قطعې په ودانۍ کې له طالب اورپکو څخه نیول شوي ۷۲۰ کیلوګرامه نشه ییز توکي رسنیو ته وړاندې کوي. [عمر]

مقامات د چنګاښ په ۲مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سرحدي ځواک د ۷۰۵مې قطعې په ودانۍ کې له طالب اورپکو څخه نیول شوي ۷۲۰ کیلوګرامه نشه ییز توکي رسنیو ته وړاندې کوي. [عمر]

هرات -- افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې هڅې زیاتې کړي چې د افغانستان په لوېدیځ کې د طالبانو له خوا د نشه ییزو توکو د قاچاق مخه ونیسي.‌ هغوی په دې لړ کې په لسګونو مشکوک قاچاقچیان نیولي او د سلګونو کیلوګرامه نشه ییزو توکو د وېشل کېدلو مخه یې نیولې ده.‌

په هرات ولایت کې د سرحدي پولیسو د ۷۰۵ قطعې قوماندان ډګروال ګلبدین الکوزي وویل چې په یوه وروستۍ پېښه کې، امنیتي ځواکونو د چنګاښ په ۲مه په نشه ییزو توکو بار یوه لارۍ چې اصلاً د بادغیس ولایت له بالامرغاب ولسوالۍ څخه راغلې وه، ونیوله.

الکوزي وویل، دغه لارۍ د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو د نشه ییزو توکو د پروسیس مرکزونو ته ور ورانه وه.

هغه وویل، «د هرات - تورغونډۍ په لویه لاره د طالبانو درې موټرونو په نشه ییزو توکو بار لارۍ بدرګه کوله، خو زمونږ په کمین واوښتل.‌ له یوې لنډې نښتې څخه وروسته مونږ وکولی شوای چې له دښمن څخه ۷۲۰ کیلوګرامه نشه ییز توکي او یو کوچنی ویګن موټر ونیسو.»

د هرات پولیس د چنګاښ په ۴ مه د هرات ښار د پولیسو په مرکز کې د نشه ییزو توکو ۱۷ مشکوک قاچاقچیان رسنیو ته ورښیي. [د هرات پولیس]

د هرات پولیس د چنګاښ په ۴ مه د هرات ښار د پولیسو په مرکز کې د نشه ییزو توکو ۱۷ مشکوک قاچاقچیان رسنیو ته ورښیي. [د هرات پولیس]

هغه وویل،‌«د کوکنارو بوټي د طالبانو تر کنټرول لاندې ناامنو سیمو کې کرل کیږي.‌ په دغو سیمو کې د نشه ییزو توکو په قاچاق کولو کې د ګاونډیو هېوادونو یو زیات شمېر قاچاقچیان، د نشه ییزو توکو مافیاګانې او طالبان ښکېل دي.»

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل، په هرات ولایت کې پولیسو د نشه ییزو توکو د قاچاق کولو په تور لږ تر لږه ۱۲۰ کسان نیولي دي.

پولیسو د چنګاښ په ۴ مه د هرات د پولیسو قوماندانۍ کې د هغوی له جملې څخه ۱۷ کسان رسنیو ته ور وښودل.

د نشه ییزو توکو د قاچاق له امله چټلې پیسې

امنیتي چارواکي وایي، د طالبانو له خوا د جنګ د دوام یو سبب دا دی چې غواړي سیمې بې ثباته کړي او بیا هغوی وکولی شي چې هلته د نشه ییزو توکو له قاچاق څخه ناقانونه پيسې ترلاسه کړي.

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند سید اقا ضیأ وویل، «د نشه ییزو توکو ټوله کرنه په هغو نا امنو سیمو کې کېږي چې طالبان په کې کنټرول لري. د هغوی ډېرې مالي اړتیاوې له هغو عوایدو څخه پوره کیږي چې د نشه ییزو توکو له تولید او قاچاق څخه یې ترلاسه کوي.»

هغه وویل،‌ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو په مرسته د طالبانو د نشه ییزو توکو د ټرانسپورټ لارې او د هغوی د نشه ییزو توکو د پروسیس مرکزونه په نښه کړي دي.

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وویل، «مونږ هر چېرې عملیات ترسره کړل او مهمات او چاودېدونکي توکي مو ونیول، مونږ نشه ییز توکي هم ولیدل.»

هغه وویل، طالبان د هغو نشه ییزو توکو عشر ټولوي چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل کیږي او په اسلام کې سخت ممنوع دي.

امرخېل وویل، «مونږ له دې مسئلې سره ډېر جدي چلند کوو، او د نشه ییزو توکو په مخنیوي کې مو د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.»

هغه وویل، «نشه ییز توکي په افغانستان کې یوه لویه سوداګري ده، او د طالبانو په شمول ټولې جنایتکارې ډلې د هغو په قاچاق کولو کې لاس لري.»

د نشه ییزو توکو نړۍ والې شبکې

په هرات ښار کې د سیاسي چارو تحلیلګران وایي چې د نشه ییزو توکو نړۍ والو شبکو له طالبانو سره د افغانستان له لارې د نشه ییزو توکو د قاچاق کولو لپاره ملګرتیا جوړه کړې ده.

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل وویل، «طالبانو او د هغوی ملاتړو هرات او لوېدیځه سیمه ایران ته او بیا له ایران څخه اروپایي او امریکایي هېوادونو ته د نشه ییزو توکو د قاچاق کولو لپاره د یوه ... چینل په توګه غوره کړی دی.»

هغه وویل، «د نشه ییزو توکو له مصرفوونکیو څخه یو ایران دی، او یو شمېر هغه ایراني اتباع چې د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې د موټروانانو او سوداګرو په توګه کار کوي هغوی د نشه ییزو توکو په قاچاق کې ښکېل دي.»

کامل وویل، «مونږ څو ځلې لیدلي چې په داسې کیمیاوي موادو، چې د هیروینو په څېر نشه ییزو توکو په پروسیس کې ترې استفاده کیږي، بار لارۍ، د افغانستان لوېدیځې سیمې ته را قاچاق شوي، چې بیا د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شوي دي.»

هغه وویل، «په دې کې شک نشته چې د نشه ییزو توکو نړۍ والې شبکې او د سیمې هېوادونه -- په ځانګړې توګه ایران د افغانستان لوېدیځې سیمې ته په دې غرض-- نشه ییز توکي او د نشه ییزو توکو مخکې ماده قاچاق کوي چې طالبانو ته یې ور ورسوي.»

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي نور احمد حیدري وویل، «نشه ییز توکي په هغه ملاتړ سربېره چې طالبان یې له ګاونډیو هېوادونو او د سیمې هېوادونو څخه ترلاسه کوي د هغوی لپاره یوه له مالي منابعو څخه ده.»

هغه وویل،‌«دا ډېر ځلې لیدل شوي چې په هرات کې طالبانو بزګران دې ته تشویق کړي چې په خپلو ځمکو کوکنار وکري چې وروسته یې هغوی ټولوي او بیا یې ګاونډیو هېوادونو ته لېږي.»

حیدري وویل، «کله چې یو ګاونډي هېواد د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته مالي منابع په لاس ورکوي، دا ښکاره خبره ده چې هغوی کولی شي طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکړي چې د نشه ییزو توکو له پروسیس او قاچاق څخه لا ډېره ګټه ترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500