امنیت

په ننګرهار او هرات کې د غونډو برخه والو په طالبانو غږ وکړ چې په سملاسي توګه اوربند اعلان کړي

د خالد زېري راپور

د دیني عالمانو په شمول د ننګرهار ولایت خواوشا ۱۵۰ اوسېدونکي د زمري په ۱۷مه په جلال اباد ښار کې سره راټول شول او په طالب اورپکو او حکومت باندې یې غږ وکړ چې جنګ ودروي او په هېواد کې په سملاسي اوربند باندې موافقه وکړي. [خالد زېری]

ننګرهار -- په سلګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د زمري په ۱۷مه په ننګرهار او هرات ولایتونو کې په بېلابېلو غونډو کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د یوه سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې په یوه غونډه کې خواوشا ۱۵۰ تنه ديني عالمان او محلي اوسېدونکي راټول شول او په یوه غږ یې د سولې غوښتنه وکړه.

د غونډې یوه برخه وال مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل، «مونږ له جنګ نه ستړي یو. دا تاوتریخوالی د زغملو وړ نه دی. مونږ سوله غواړو او مونږ نشو کولی چې نور د افغانانو وژنه قبوله کړو.»

جلال ابادي زیاته کړه، «اسلام د سولې دین دی، او هیڅوک هم باید د دین په نامه ونه وژل شي. مونږ نشو کولی چې د اسلام د دین په نامه دا تاوتریخوالی وزغمو. طالبان او حکومت دواړه باید سوله وکړي. مونږ د دې لپاره پیدا شوي یو چې ژوند وکړو، نه د دې لپاره چې ووژل شو.»

د ننګرهار ولایت خواوشا ۱۵۰ دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکيو د زمري په ۱۷مه په جلال اباد ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې په ټول هېواد کې د یوه چټک اوربند غوښتنه وکړه. [خالد زېری]‌

د ننګرهار ولایت خواوشا ۱۵۰ دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکيو د زمري په ۱۷مه په جلال اباد ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې په ټول هېواد کې د یوه چټک اوربند غوښتنه وکړه. [خالد زېری]‌

د غونډې یوه ویناوال او د حصارک ولسوالۍ د انکشافي شورا رییس نعیم ولاړ د متحده ایالاتو او طالبانو له خوا د سولې د روانو خبرو په هکله د خپلې هیله مندۍ خبرې وکړې.

هغه د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي د نوم په یادولو سره وویل، «مونږ د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې روانو خبرو ته هیله من یو.»

«مونږ تمه لرو چې د سولې خبرې اترې به ښې پرمخ لاړې شي او په نتیجه کې به یې یو دایمي اوربند وشي، نه داسې یوه سوله چې یوه میاشت یا یو څو ورځې دوام ومومي.»

د هسکې مېنې ولسوالۍ یوه قومي مشر اخترمحمد چې اوس په جلال اباد کې اوسېږي، وویل، «مونږ له طالبانو څخه د داسې یوې سولې غوښتنه کوو چې کولی شي خوندیتوب تضمین کړي. مونږ داسې امنیت غواړو چې کولی شي د غرونو او رغونو اوسېدونکيو ته اجازه ورکړي چې په خوندي توګه ژوند وکړي. درې کاله کیږي چې زه له خپل کلي څخه راوتلی یم او دلته په یوه کرایي کور کې ژوند کوم.»

هغه وویل،‌ «زه په خپل کلي کې ۲۰ جریبه (۵ هکتاره) زراعتي ځمکه او یو غټ کور لرم، خو زما ژوند جګړې خراب کړی دی. که سوله راشي، زه به وکولی شم چې خپل کور ته بېرته ستون شم.»

هغه زیاته کړه، «که اوربند وشي دا به ډېره غټه لاسته راوړنه وي، او مونږ به په امنیت کې ژوند وکړو. مونږ حق لرو چې ژوند وکړو.»

سوله او خوندیتوب

په ورته وخت کې، په هرات کې له ۵۰ څخه ډېرو دیني عالمانو چې د هرات ښار د حج او اوقافو ریاست کې راټول شوي وو هم د یوه سملاسي اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

هغوی وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه غیر مشروع ده او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د نورو مسلمانانو له وژلو څخه ځانونه وژغوري.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم امین الله اسلامیار وویل، «زه د جګړې په طرفونو باندې غږ کوم چې اوربند او سوله وکړي چې زمونږ هېوادوال وکولی شي په سوله او امنیت کې ژوند وکړي. اسلام د سولې دین دی او الله تعالی سوله غواړي.»

هغه وویل، سوله یوازنۍ داسې لاره ده چې هر څوک کولی شي بریا په کې ترلاسه، او خپلې هیلې په کې پوره کړي.

هغه زیاته کړه، دا ثابته خبره ده چې سوله د اسلام له پیل راهیسې د امنیت او ورورولۍ تر شا یو عامل دی، او تل یې هېوادونو ته ارام ور په برخه کړی دی.‌

اسلامیار وویل، «زه د یوه عالم په توګه له طالبانو څخه غواړم چې اوربند وکړي.»

په هرات ښار کې یوه بل دیني عالم مولوي عبدالرحمان وویل، «د اسلام دین د جګړې او وینې تویولو سخت خلاف دی، او هر څوک چې ځان مسلمان بولي هغه باید جګړه بس کړي او ځان د دین او خدای د حکمونو مطابق جوړ کړي.»

په هرات ښار کې یوه بل دیني عالم مولوي مجیب الرحمان عثماني وویل، «د نن ورځې په غونډو کې ټولو دیني عالمانو ومنله چې په هېواد کې باید تلپاتې سوله او اوربند اعلان شي څو د نورې وینه تویېدنې مخه ونیول شي.»

هغه زیاته کړه، «د اسلام دین مسلمانانو ته حکم کړی دی چې په سوله کې ژوند وکړي او هېڅکله هم په جنګ او دښمنیو کې ښکېل نشي. د شخړې لوري باید سولې ته لومړیتوب ورکړي، د خدای حکمونه ومني او نور یو د بل پر ضد وسلې استعمال نه کړي.»

[له هرات څخه عمر د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500