امنیت

طالب مشرانو د زیاتېدونکیو خپلمنځي اختلافاتو په هکله خبرې وکړې

د عبدالغني کاکړ راپور

د طالبانو د ډلې یو غړی د غوایي په میاشت کې په یوه عکس کې چې یادې ډلې خپور کړی دی، لیدل کیږي. په وروستیو میاشتو کې د جګړه مارو ډلو تر منځ جدي اختلافات راپورته شوي دي. [آرشیف]

د طالبانو د ډلې یو غړی د غوایي په میاشت کې په یوه عکس کې چې یادې ډلې خپور کړی دی، لیدل کیږي. په وروستیو میاشتو کې د جګړه مارو ډلو تر منځ جدي اختلافات راپورته شوي دي. [آرشیف]

کوېټه – د هغو طالب مشرانو په وینا چې په دې موضوع د خبرو کولو لپاره یې خوله سپړلې، د طالبانو د ډلې تر منځ د اختلافاتو زیاتوالي او ناخوښۍ، د دغې ډلې د رهبرۍ او د هغې د سیاسي لوري په هکله د جنجالونو په زیاتېدلو سره، دغه وار له مخه وېشل شوې ډله لا نوره سره وېشي.

د طالبانو په منځ کې داخلي اختلافات لږ وروسته له هغه راڅرګند شول چې د ۱۳۹۴ د زمري په میاشت کې د طالبانو د مؤسس مشر ملا محمد عمر د مړینې راز راڅرګند شو. نوموړی له دغه اعلان څخه له دوه کلونو ډېر مخکې مړ شوی وو. له هغه وخت راهیسې دا اختلافات له بد نه پسې بدتر شوي دي.

د اسلامي امارت عالي شورا، چې ملا محمد رسول یې مشري کوي، د طالبانو له اصلي ډلې -- د کوېټې شورا -- څخه جلا شوه او ځان یې د یوه مستقل بنسټ په توګه اعلان کړ، څو د ملا هبت الله څخه د مخکیني مشر ملا اخترمحمد منصور (چې په ۲۰۱۶ کې ووژل شو) د عروج په وړاندې اعتراض وکړي.

دغه جلا کېدنه د ډېرېدونکي تاوتریخوالي او د ډلې د غړو تر منځ د نارضایتۍ اصلي ریښه جوړوي.

د طالبانو د ډلې غړي د زمري په میاشت کې د اختر په ترڅ کې د یوې کتنې لپاره سره راټولېږي. په وروستیو میاشتو کې د طالب مشرانو او د هغوی د افرادو تر منځ ناخوښي د ډېرېدلو خواته روانه ده. [آرشیف]

د طالبانو د ډلې غړي د زمري په میاشت کې د اختر په ترڅ کې د یوې کتنې لپاره سره راټولېږي. په وروستیو میاشتو کې د طالب مشرانو او د هغوی د افرادو تر منځ ناخوښي د ډېرېدلو خواته روانه ده. [آرشیف]

په عکس کې، طالب مشران د زمري په ۴مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې اندونیزیا ته په یوه سفر روانیږي [أرشیف]

په عکس کې، طالب مشران د زمري په ۴مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې اندونیزیا ته په یوه سفر روانیږي [أرشیف]

ډېرېدونکی داخلي تاوتریخوالی

د طالبانو تر منځ داخلي تاوتریخوالی په وروستیو میاشتو کې د افغانستان - پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو ته زیات شوی دی.

د زمري په ۲۵مه، د عالي شورا غړو له کوېټې سره نژدې په کچلاک کې په یوه جومات حمله وکړه چې د اخوندزاده د ورور حافظ احمدالله په شمول ۴ کسان یې ووژل.

د زمري په ۲۶مه په یوه جلا وژنه کې، اورپکو د طالبانو یو بل مشر او د اخوندزاده یو نژدې ملګری ملا محمد اعظم اخوند د کچلاک په قاسم کلي کې وواژه.

همدارنګه سرچینو زیاته کړه چې اورپکو د زمري په ۲۷مه د بلوچستان د چاغۍ ولسوالۍ په ګردي ځنګل سیمه کې د طالبانو په یوه مدرسه باندې برید وکړ چې د طالبانو قوماندان ملا میراجان او درې نور کسان یې ووژل.

په افغانستان کې د زمري په ۱۵مه په هرات ولایت کې د هبت الله او د رسول د پلویانو تر منځ د نښتو په نتیجه کې ۳۴ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

محلي چارواکو وویل، په هرات کې له درې کالو څخه مخکې د دواړو لوریو تر منځ د داخلي جنګ له پیلېدلو راهیسې له ۶۰۰ څخه ډېر طالبان یا وژل شوي یا ټپیان شوي.

همدارنګه، په سلګونو طالب جنګیالي وروسته له هغه محلي چارواکو ته تسلیم شول چې افغان ځواکونو پرې فشار زیات کړ او هغوی په دې پوه شول چې د طالبانو جنګ «جهاد نه دی».

د طالب مشرانو د پټو سوداګریو او د شتو د ترلاسه کولو د پروګرامونو په هکله د معلوماتو په رابرسېره کېدلو سره هغوی د خپلو ملاتړو له خوا له یوه لوی غبرګون سره مخامخ کیږي. په ورته وخت کې، د یادې ډلې ټیټ پوړي غړي له فقر، ناروغۍ او مړینې سره لاس او ګرېوان دي.

دا وضعیت ان د دې سبب شوی چې یو شمېر ناراض طالب جنګیالي، چې نه غواړي تسلیم شي، له داعش سره یوځای شي. داعش په افغانستان او پاکستان کې په ډېرېدونکي ډول د طالبانو د ډلې غړي وژني او د یادې ډلې تر واک لاندې سیمه نیسي.

د طالبانو مشرانو سکوت مات کړ

په کندهار کې مېشت د طالبانو یوه جیګپوړي مشر د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، «د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د کورنۍ د یوه غړي تر مشرۍ لاندې د افغان طالبانو یوه ډله له موجودې رهبرۍ سره جدي اختلافات لري.»

هغه وویل، «د طالبانو دغې رقیبې ډلې همدارنګه د طالبانو د خوځښت د مشرۍ لپاره د ملا هبت الله د نومونې مخالفت کاوه.

د طالبانو د دغه مشر په وینا، اصلي ستونزه دا ده چې د هبت الله په مشرۍ ډله باندې د داسې بهرنیو لوبغاړو نفوذ دی چې هغوی «ټول حرکت تښتولی» دی.

هغه وویل، «ځینې طالب مشران چې اوس د هبت الله د ډلې برخه دي هڅه کوي چې د طالبانو له حرکت څخه د خارجیانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره کار واخلي.»

«زمونږ په اسلامي خوځښت کې موجود دا عناصر د هغو بهرنیو عناصرو پلان ته وده ورکوي چې غواړي له طالبانو څخه د خپلو ستراتیژیکو طرحو د عملي کولو لپاره کار واخلي

هغه وویل،‌ «د طالبانو هغه ډله چې له پاکستان، ایران او روسیې سره نژدې اړیکې لري هغوی زمونږ له تګلارې څخه سرغړونه کوي.»

د طالبانو دغه مشر وویل، «هغوی غواړي چې د سولې په وروستیو خبرو کې د خپلو خارجي ملاتړو اجنډا پرمخ وېسي، خو مونږ به هېڅکله هم د دغه کار د پېښېدلو اجازه ور نه کړو. مونږ په خپل حرکت کې دغسې عناصر چې افغانانو ته فرېب ورکوي په نښه کوو.»

د افغان طالبانو یوه پخواني مشر مولوي نجم الدین چې اوس د بلوچستان په نوشکي کې مېشت دی، تایید کړه، چې په طالبانو کې داخلي ستونزې موجودې دي.

هغه وویل، «ځینې مهم طالب مشران هم د مرکزي شورا د پرېکړو مخالف دي. هغوی د تحریک لپاره د ستراتیژیکو فیصلو په کولو کې لوری نیسي.»

هغه وویل، د طالبانو د قطر د دفتر د سیاسي چارو د رییس سید طیب اغا استعفا هم د دغو داخلي اختلافاتو یوه نتیجه ده.

نجم الدین وویل، «د ملا اختر منصور له مړینې راهیسې، د ملا محمد رسول په مشرۍ د افغان طالبانو رقیبه ډله یوه موازي شورا چلوي.»

د طالبانو د رهبرۍ تر منځ‌ د شخړو او د هغوی د حریفو ډلو د غړو د وژنو په نتیجه کې رامنځته شویو اختلافاتو د افغان طالبانو د ډلې ځینې غړي دې ته جوړ کړل چې د داعش له خوا په افغانستان کې د مرکز جوړولو د هڅو پر وخت له هغوی سره یوځای شي.

نجم الدین وویل، «اوس د طالبانو ګڼ شمېر مهم مخالف مشران د داعش برخه شوي دي، او په کونړ او د افغانستان په نورو ولایتونو کې یې د طالبانو ورځ ډېره بده کړې ده.»

د افغانستان غیر باوري راتلونکی

په اسلام اباد کې مېشت د سیمه ییزو چارو جګیوړي تحلیلګر رشید احمد وویل، د طالبانو د مشرۍ په سر په اساسي اختلافاتو سربېره یو بل غټ اختلافي عامل د یادې ډلې عملیات دي.

هغه وویل، «دغه اختلافات یاده ډله کمزورې کوي خو د افغانستان لپاره پرمختګ هم سختوي.»

احمد وویل، «افغانستان له یوه غیر باوري سیاسي او امنیتي وضعیت سره مخامخ دی، له دې امله سیمه ییز لوبغاړي د افغانستان په خاوره کې د خپلو هدفونو په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.»

هغه وویل، «د طالبانو تحریک کې داخلي اختلافات د طالبانو ستراتیژیکو ګټو ته د درانه زیان د ور رسېدلو سبب کیږي، او د هغوی لویه رهبري د پراخېدونکیو اختلافاتو په هکله سخت اندېښمن دي.»

هغه وویل، «په تېرو څو کالو کې، مونږ د افغان طالبانو په داخلي سیاست کې یو غټ تغیر ولید، او دا ښکاره خبره ده چې د طالبانو تر منځ ځینې ډلې د سولې د خبرو په هکله مختلف نظرونه لري.»

هغه زیاته کړه، «یو ثابت او سوله ییز افغانستان کولی شي چې په سیمه ییزه سوله کې یو مهم رول ولوبوي.»

په اسلام اباد کې مېشت د امنیتي چارو یوه جیګپوړي تحلیلګر طلعت شبیر وویل، «په افغانستان کې د سولې خبرې د طالبانو د داخلي ټکرونو له امله له خنډونو سره مخامخ شوي دي، او سیمه ییز ځواکونه په افغانستان باندې د نفوذ لرلو لپاره له طالبانو سره کار کولو ته دوام ورکوي.»

شبیر وویل، «د افغان طالبانو (ډلو) تر منځ زیاتېدونکی ټکر د پراخې وینه تویېدنې سبب شوی او په تېرو څو کالو کې ډېرو طالب مشرانو خپل ژوند په دغو رقابتونو کې له لاسه ورکړی دی.»

هغه وویل، «سیمه ییز هېوادونه طالبانو ته په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو د یوې وسیلې په سترګه ګوري، له دې امله هغوی په طالبانو کې د خپلو ګروپونو ملاتړ کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په طالبانو کې یو بل درز د سیاسي څانګې او نظامي برخې تر منځ دی. اکثر وختونه نظامي برخې د هغه څه خلاف کارونه کوي چې سیاسي مشران یې وایي چې دا د طالبانو ویناوې د خبرو کولو پر وخت لږ مهمې ګرځوي!

ځواب ورکړئ

طالبان نه غواړي چې خلک فکر وکړي، هغوی یوازې دا غواړي چې خلک هغوی تعقیب کړي. که تاسو د هغوی په څېر عقیده نه لرئ هغوی به تاسو او ستاسو کورنۍ ژوبل کړي یا به مو ووژني.‌ مینه چېرې ده؟‌

ځواب ورکړئ