اقتصاد

په بلخ ولایت کې زعفرانو د ښځینه کروندګرو پام ور اړولی دی

د هدایت الله راپور

افغانانې د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۲۱مه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې زعفران ټولوي. [د بلخ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

افغانانې د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۲۱مه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې زعفران ټولوي. [د بلخ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

کندوز -- په بلخ ولایت کې ښځې د ولایتي حکومتي ادارې په مرسته د زعفرانو له کرنې سره ډېرېدونکې علاقه مندي ښیي.

د بلخ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست رییس محمد سالم ساعی وویل، دا وخت، د ۹۰ ښځو په شمول ۲۷۰ تنه بزګران د بلخ ولایت په ۱۰ واړو ولسوالیو کې په ۲۷۰ جریبه (۵۴ هکتاره) ځمکه باندې د زعفران بوټو په کرنه بوخت دي.

ساعي وویل، «زعفران بوټی په بلخ، خلم، شولګره، چاربولک، کشنده، دولت اباد، دهدادي، نهرشاهی او زاری ولسوالیو کې کرل کیږي.»

هغه وویل، «موږ هڅه کوو چې راتلونکی کال د زعفرانو کرنه نورو سیمو ته هم وِغځو او لا نورې ښځې وهڅوو چې دا حلال بوټی وکري.»

هغه وویل، «په بلخ ولایت کې د زعفرانو کرنې د کوکنارو ځای نیولی دی، چې په بلخ کې د کروندګرو لپاره یو غټ ویاړ دی.»

د ساعي په وینا، په تېرو دوه کالونو کې د کوکنارو کرنه صفر ته راښکته شوې ده.‌

د کوکنارو کرنه تر ډېره طالبانو پورې تړل کیږي چې د اورپکۍ د تمویل لپاره له ناقانونه مخدرو توکو څخه استفاده کوي. یاغیان کروندګر مجبوروي چې کوکنار وکري،دا په داسې حال کې ده چې په اسلام کې د مخدرو موادو کرل، لېږدول، خرڅول او کارول سخت منع دي.‌

افغان او نړۍ وال چارواکي وایي چې طالبان له ډېر وخت راهیسې د افغانستان تر ټولو غټه د مخدرو توکو قاچاقبره ډله ده.

د ځینې شمېرنو له مخې، طالبان په افغانستان کې د کوکنارو له کرنې او د مخدرو موادو له سوداګرۍ څخه په کال کې له ۴۶.۸ میلیاردو افغانیو (۶۰۰ میلیونو ډالرو) څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي.‌ په افغانستان کې کرل شوي مخدر مواد تر ډېره په پاکستان او ایران کې له ناقانونه لارو څخه نړۍ وال مارکېټ ته رسیږي.

لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرایمو پر ضد د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) په خپلو کالنیو راپورونو کې څرګنده کړې ده،‌ د ناقانونه مخدرو توکو دغه صنعت په افغانستان کې یوه لویه سوداګري ده. د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرایمو پر ضد د مبارزې ادارې اړوند «د افغانستان د اپینو د ۱۳۹۷ سروې» له مخې،‌ په ۱۳۹۷ کې د افغانستان د اپینو اقتصاد تقریبا د ۹۲.۲ میلیاردو افغانیو (۱.۲ میلیارد ډالرو) او ۱۶۹.۱ میلیارد افغانیو (۲.۲ میلیارد ډالرو) تر منځ وو.

ډېرېدونکې علاقه مندي

ساعي وویل، د بلخ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست داسې پروګرامونه پیل کړي چې ښځو ته د زعفرانو د کرنې، پالنې او ټولونې په برخو کې روزنه ورکوي او د راتلونکي کال لپاره یې چمتو کوي.‌

هغه وویل، «موږ اراده لرو چې د زعفرانو د ښځینه کروندګرو شمېر ۱۵۰ - ۲۰۰ ته زیات کړو، چې دا ښځې هم د سړیو په څېر وکولی شي چې زعفران وکري او ټول کړي.»

د کشندې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې سلیمې چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «ما تېر کال د زعفرانو په کرنه کې روزنه واخیستله. سږ کال ما په امتحاني ډول په ۱ جریب (۰.۲ هکتاره) ځمکه باندې زعفران کرلي دي.»

سلیمې وویل چې هغې له نورو خلکو څخه د زعفرانو د کرنې د ګټو په هکله اورېدلي او اوس غواړي چې خپله عایداتي سرچینه یي وګرځوي.

هغې وویل، «ما ډېره زده کړه وکړه. سږ کال د بلخ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو موږ ته یونیفورمونه او وسایل راکړل چې د زعفرانو د ټولولو پر وخت ترې ګټه واخلو.»

په بلخ ولسوالۍ کې د زعفرانو یوې ۲۹ کلنې کروندګرې عاطفې وویل، «د نورو زراعتي توکو په پرتله، د زعفرانو بوټي کرنه لږ زحمت ته اړتیا لري په داسې حال کې چې عاید یې لوړ دی. له دې امله، موږ له بل هر زراعتي توکي څخه ډېر زعفران کرلي دي.»

هغې وویل، «ما په ۱ جریب (۰.۲ هکتاره) ځمکه باندې د زعفرانو بوټي وکرل او ۱ کیلوګرام زعفران مې ترې ټول کړل.»

د شولګرې ولسوالۍ یوې ۲۹کلنې اوسېدونکې کلثوم وویل، «موږ د زعفرانو د ګټو په هکله خبر نه وو. اوس چې موږ روزنه اخیستې او د هغه د ګټو په هکله خبر شوي یو، غواړو چې راتلونکی کال زعفران وکرو.»

هغې وویل، «ما وظیفه نه لرله، او د کلي ښځو زه وهڅولم چې کرنې ته مخه کړم. اوس زه ځان دې ته چمتو کوم چې راتلونکی کال زعفران وکرم.»

بازارونه موندل

وروسته له هغه چې حکومت د ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني زعفرانو واردات بند کړل،‌ افغان بزګران او صادروونکي په ملي او بین المللي مارکېټونو کې د زعفرانو د قېمتونو له لوړېدلو څخه ګټه ترلاسه کوي.

د ولسمشر اشرف غني له خوا د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې له ایران څخه د زعفرانو د وارداتو په بندولو سره، د افغان زعفرانو قېمتونه دوه برابره زیات شول. د دغه کار هدف دا وو چې د افغان زعفرانو نړۍ وال برانډ (نښه) وساتل شي، کیفیت یې پرځای وساتل شي، قېمتونه یې لوړ او تولید یې پراخ شي.

د هرات د کرنې ریاست رییس عبدالصبور رحماني په تېره غبرګولي میاشت کې وویل،‌ له ایران څخه د زعفرانو واردات صفر ته راښکته شوي دي.

رحماني زیاته کړه، «په تېرو درې میاشتو کې د زعفرانو قېمتونه دوه برابره شوي دي. اوسمهال،‌ ۱ کیلوګرام زعفران د هغه د کیفیت په پام کې نیولو سره په ۶۰۰۰۰ - ۹۰۰۰۰ افغانۍ (۷۵۰ - ۱۱۳۰ ډالر) خرڅول کیږي.»

د بلخ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ رییس ساعي وویل، په بلخ ولایت کې،‌ د زعفرانو تولید د درې چمتو کوونکیو شرکتونو له خوا حمایه کیږي.

هغه وویل، هغوی زعفران له کروندګرو څخه اخلي او له چمتو کولو او بسته کولو څخه وروسته یې په کورنیو او نړۍ والو بازارونو کې خرڅوي.

ساعي وویل، «د دغو شرکتونو تر څنګ،‌ د بلخ د زعفران کارانو ټولنه چې د بلخ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي،‌ هم توانېدلې چې د زعفران کرونکیو لپاره ښه بازارونه ومومي.»

هغه وویل، «د زعفرانو اوسطه اندازه حاصل له ۱ جریب ځمکې څخه ۱.۵ کیلوګرام دی. موږ هڅه کوو چې د حاصل اندازه زیاته کړو چې په راتلونکيو کالونو کې ۲ کیلوګرامو ته زیات شي.»

په بلخ کې د زعفرانو کرونکي وایي چې هغوی په افغانستان کې تر ټولو ښه زعفران تولیدوي.

د بلخ د زعفران کارانو د ټولنې یوه غړي سید شاه حلیم وویل، «د بلخ زعفرانو په تېرو پنځو کالونو کې د افغانستان له داخل او د هېواد له بهر څخه ښه پېرودونکي جلب کړي دي.»

هغه وویل، «نور هېوادونه په ځانګړې توګه هندوستان چمتو دي چې زموږ تولیدات واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500