امنیت

متحده ایالات: ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي تر شا د طالبانو لاس دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

طالب اورپکي د سلواغې په ۲۲مه د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د افغان پوځ په یوه عراده باندې له برید کولو څخه وروسته لیدل کیږي. [عکس طالبانو خپور کړی دی]

طالب اورپکي د سلواغې په ۲۲مه د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د افغان پوځ په یوه عراده باندې له برید کولو څخه وروسته لیدل کیږي. [عکس طالبانو خپور کړی دی]

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د پنجشنبې په ورځ‌ /د سلواغې په ۳۰مه/ وویل، په افغانستان کې د تاوتریخوالي تر شا طالبان «ښکاره» لاس لري چې په ترڅ‌ کې یې د ملکیانو او افغان امنیتي ځواکونو وینې تویېږي.

دا خبرې، جنرال کینیت مکینزي چې په منځني ختیځ‌ کې د امریکایي ځواکونو مشري پر غاړه لري، سیمې ته د یوه سفر په ترڅ کې په داسې حال کې وکړې چې ولسمشر جو بایډن له دغه هېواد څخه د پوځیانو د اېستلو په هکله چې په پام کې وه د غوایي میاشتې په نیمایي کې پیل شي، بیاکتنه کوي.‌

مکینزي وویل، «په دې کې شک نشته چې ځینې بریدونه داعش ترسره کړي دي. هغه د طالبانو د کارونو په پرتله کمزوري دي. د طالبانو کړنې د افغان ځواکونو پر ضد په ګرد هېواد کې د بریدونو او‌ په ځینو ښاري سیمو کې د هدفي وژنو یوه ګډوله ده.‌»

هغه وویل، «ښکاره خبره ده چې دا د طالبانو کار دی. بل هیڅوک نه دي.‌ دا ډېره روښانه ده.»

طالب یاغیان د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

طالب یاغیان د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه وویل، اوس په جنګ ځپلي هېواد کې د تاوتریخوالي «کچه ډېره لوړه ده».‌

هغه په سفر کې ورسره ملګرو خبریالانو ته په ټینګار سره وویل، «تاوتریخوالي زموږ پر ضد نه دی او نه زموږ د ناټو ایتلاف د ملګرو پر ضد دی؛ هغه د افغان پوځ او امنیتي ځواکونو او عامو افغانانو پر ضد دی.‌ له اصله دغه تاوتریخوالی د طالبانو له خوا ترسره کیږي.»

طالبانو ژمنې ماتې کړې

پنتاګون په طالبانو باندې تور لګولی چې خپلې وعدې یې نه دي پوره کړي. په دغو ژمنو کې په نورو سربېره، د بریدونو کمول او د القاعدې په څېر یاغي ډلو سره د اړیکو پرې کول شامل دي.

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د کانګرس په حکم ترسره شوې یوې څېړنې په وروستیو کې له افغانستان څخه د ځواکونو په اېستلو کې د ځنډ غوښتنه کړې، او خبرداری یې ورکړی چې چټکه وتنه به طالبانو ته بریا ور په برخه کړي.‌

د افغانستان د څېړنې ګروپ د سلواغې په ۱۵مه وویل،‌ هدف باید دا نه وي چې په ساده ډول د امریکا تر ټولو اوږد جنګ پای ته ورسېږي بلکې دا چې د طالبانو او په نړۍ واله کچه د په رسمیت پېژندل شوي افغان حکومت تر منځ‌ یوه «د سولې د منلو وړ هوکړه» یقیني شي.

په دغه راپور کې چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده، راغلي دي، «په غیرمسؤلانه ډول د امریکایي عسکرو وتل ښایي په افغانستان کې یوه نوې کورنۍ جګړه رامنځته کړي او ورسره به د متحده ایالاتو ضد ترهګرې ډلې چې زموږ هیواد ته ګوښ دي بیا راټولې شي او هغوی به دا ویاړ ترلاسه کړي چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد پر ضد یې بریا ترلاسه کړې ده.»

په افغانستان کې یواځې ۲۵۰۰ امریکايي عسکر پاتې دي چې دا په ۱۳۸۰ کې د جنګ له پیل راهیسې تر ټولو ټیټ شمېر دی.

په داسې حال کې چې د وتلو نېټه په رانږدې کېدلو ده، طالبانو یو لړ بریدونه پیل کړي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په جنوب کې لږ تر لږه دوه ولایتي مرکزونه ګواښي.

متحده ایالاتو او افغان حکومت یاغیان په دې پړه بللي چې د ژورنالستانو، سیاستوالو، قاضیانو او فعالانو د وژنو یوه مرګونې څپه یې پیل کړې ده.

دغو بریدونو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو پروسه کمزورې کړې ده.

د ناټو د وتلو په هکله وروستۍ پرېکړه نده شوې

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ وویل، دغه اتحاد په افغانستان کې د خپل ماموریت د راتلونکي په هکله «وروستۍ پرېکړه نه ده» کړې.

په داسې حال کې چې د دفاع وزیرانو په یوه دوه ورځني مجازي کانفرانس کې دغه غوښتنه وځنډوله، هغوی پرېکړه وکړه چې په عراق کې د ناټو یو روزنیز ماموریت له ۵۰۰ څخه «شاوخوا ۴۰۰۰» پرسونل ته پراخ کړي.

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو پخوانۍ ادارې د عسکرو د اېستلو په هکله له طالبانو سره یوه هوکړه وکړه، په افغانستان کې د ناټو د ۹۶۰۰ کسیز پیاوړي ملاتړي ماموریت برخلیک د اجندا په سر کې ځای درلود.‌

ستولتنبرګ په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «موږ د خپل حضور د راتلونکي په هکله هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.»

هغه وویل، «خو دا چې د غوایي ۱۱مه په رانږدې کېدلو ده، د ناټو متحدین به په راتلونکیو اونیو کې له نږدې څخه مشورو او همغږۍ ته دوام ورکړي.»

ستولتنبرګ ټینګار وکړ چې طالبان باید له متحده ایالاتو سره تر کړې هوکړې لاندې، له کابل سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ، تاوتریخوالي کمولو او له «نړۍ والو ترهګرو ګروپونو» سره د اړیکو پرې کولو په ګډون، خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه وویل، «د ناټو هدف دا دی چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای ونه ګرځي چې زموږ په هېوادونو باندې بریدونه ترسره کړي.»

د عراق په برخه کې، د دفاع وزیرانو هوکړه وکړه چې هلته د ناټو د یوه روزنیز ماموریت، چې هدف یې د داعش د بیا سر راپورته کولو د ځپلو لپاره د هغه هېواد د پوځ پیاوړتیا ده، ملاتړ وکړي.

ستولتنبرګ وویل، «زموږ د ماموریت حجم به له ۵۰۰ کسانو څخه شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته زیات شي،» او زیاته یې کړه چې دغه زیاتوالي به همداسې مخ پورته روان وي.

هغه وویل، «اوس به په روزنیزو فعالیتونو کې نورې عراقۍ امنیتي موسسې او له بغداد څخه وتلې سیمې هم شاملې وي.»

ستولتنبرګ ټینګار وکړ چې دا ماموریت «د عراق د حکومت په غوښتنه» ترسره کیږي.

هغه وویل، «دا د عراق استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا ته په پوره درناوي سره ترسره کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په جنګ کي پيدا شو په جنګ کي په هم مړه شو مونږ د ژوند څخه خوند وانه غسته.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د جنګ ریښې په پاکستان کې دي. څو چې په پاکستان باندې اقتصادي بندیزونه ونه لګول شي، په افغانستان کې به سوله رانشي.‌

ځواب ورکړئ

د پاکستان تر څنګ، هندوستان هم هڅه کوي چې په افغانستان کې د نیابتي جنګ اور ولګوي. د اسلامي ګوند مشر حکمتیار وایي، هندوستان هم د خوراکي توکو په کانټینرونو کې وسلې او مهمات رالېږي، او ځینې جهادي مشران او جنګسالاران تجهیزوي چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي څو د کشمیر وضعیت خراب نشي.

ځواب ورکړئ

نړۍ واله ټولنه باید په طالبانو او افغان حکومت باندې فشار واچوي چې خپلې شخصي غوښتنې پرېږدي او یو ګډ حکومت جوړ کړي، که نه، نه طالبان او نه هم حکومت د خلکو د وژنې پروا کوي. هغوی دواړه د قدرت وږي دي.‌

ځواب ورکړئ