جرم او انصاف

ناټو او قطر د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو طالب جنګیالی (منځ کې) د وږي په ۱۰مه یوه ورځ وروسته له هغه چې متحده ایالاتو له افغانستان څخه خپل ټول عسکر واېستل په کابل کې د منډیي بازار په اوږدو کې د دوکاندارانو تر څنګ تېرېږي.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو طالب جنګیالی (منځ کې) د وږي په ۱۰مه یوه ورځ وروسته له هغه چې متحده ایالاتو له افغانستان څخه خپل ټول عسکر واېستل په کابل کې د منډیي بازار په اوږدو کې د دوکاندارانو تر څنګ تېرېږي.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

دوحه -- د قطر او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۹مه/ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلیو څخه وروسته چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی، په ترهګریزو فعالیتونو کې د ډېرښت پر ضد خبرداری ورکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني له سخت دریځي ګروپ څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي او یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

دغه راز، هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو منزوي کول کولی شي چې لا ډېرې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړي او له هېوادونو څخه یې وغوښتل چې له دغه تحریک سره په ګډه دې په افغانستان کې امنیتي او ټولنیزې - اقتصادي ستونزې حل کړي.

هغه له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره له یوې کتنې څخه وروسته په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «موږ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ... دغه راز، موږ په دې برخه کې د طالبانو له خوا د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د زمري په ۲۹مه په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په اداره کې په افغانستان کې له شویو بدلونونو څخه وروسته د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ویډيوي غونډه کې برخه اخلي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د زمري په ۲۹مه په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په اداره کې په افغانستان کې له شویو بدلونونو څخه وروسته د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ویډيوي غونډه کې برخه اخلي.

نوموړي وویل، «دا زموږ وظیفه ده چې تل له هغوی (طالبانو) څخه وغواړو چې داسې یو پراخ حکومت جوړ کړي چې ټولې ډلې په کې شاملې وي او هېڅ ډله هم بهر پاتې نشي.»

الثاني د قطر او د افغانستان د نویو واکمنو تر منځ وروستیو خبرو ته په اشارې سره وویل، «له طالبانو سره زموږ د خبرو په ترڅ کې، هېڅ مثبت یا منفي غبرګون نه وو.»

هایکو ماس په خپل وار سره وویل، هغه له طالبانو سره له خبرو کولو څخه پرته «بله لاره» نه ویني.

هایکو ماس وویل، «زه شخصا په دې باور یم چې له طالبانو سره له خبرو کولو څخه پرته په مطلق ډول بله هېڅ لاره نشته، ځکه چې موږ په مطلق ډول نشو کولی چې په افغانستان کې بې ثباتي وزغمو.»

هغه وویل، «په افغانستان کې بې ثباتي به له ترهګرۍ سره مرسته وکړي او په ګاونډیو هېوادونو باندې به منفي اغېز ولري.»

هغه زیاته کړه، غربي هېوادونه وېرېږي چې افغانستان به بیا د داسې افراطیانو لپاره په یوه پټنځای باندې بدل شي چې په هغوی باندې به برید وکړي.

تر اوسه له تاسو سره زموږ کار پای ته نه دی رسېدلی

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سې شنبې په ورځ ملت ته په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، «موږ به په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دوام ورکړو.»

جو بایډن وویل، «موږ اړتیا نه لرو چې د ځمکې له لارې جنګ وکړو. موږ داسې وړتیاوې لرو چې له لیرې څخه بریدونو په نامه یادېږي، یعنې موږ کولی شو چې په سیمه کې د امریکایانو له حضور پرته او یا که اړتیا شي د لږو عسکرو په موجودیت سره، په ترهګرو او هدفونو باندې بریدونه وکړو.»

بایډن د داعش خراسان څانګې ته په اشارې وویل، «موږ دا وړتیا تېره اونۍ وښودله. موږ څو ورځې وروسته له هغه چې داعش زموږ ۱۳ عسکر او په لسګونو بې ګناه افغانان ووژل، له لیرې نه په هغوی باندې برید وکړ.»

بایډن وویل، «او د داعش خراسان څانګې ته وایو چې له تاسو سره زموږ کار پای ته نه دی رسېدلی.»

بایډن زیاته کړه، «زه د اعلی سرقوماندان په توګه، په دې کلک باور لرم چې زموږ د مصؤنیت او امنیت ساتنې بهترینه تګلاره په یوه سخته، د نه بښلو، هدفمنده او دقیقه ستراتیژۍ کې نغښتې ده چې ترهګري تر هغه ځایه پسې واخلي چې اوس په کې ده، نه په هغه ځای کې چې دوه لسیزې مخکې وه.»

هغه وویل، «دا هغه څه دي چې زموږ ملي ګټې په کې نغښتې دي.»

تاریخي عملیات

د دوشنبې په ورځ به، د جي ۷ هېوادونو (کاناډا، فرانسې، المان، ایټالیا، جاپان، برتانیا او متحده ایالاتو) د بهرنیو چارو وزیران له ترکیې، قطر او اروپایي اتحادیې سره یو ځای په آنلاین ډول د افغانستان د شرایطو په هکله غونډه وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل چې له ۱۰۰۰۰۰ څخه د ډېرو خلکو خروج چې تر سختو فشارونو لاندې ترسره شو، یوه تاریخي هڅه وه.

ستولتنبرګ د ناټو له متحدینو او قطر څخه د هغوی د هڅو له امله په ستاینې سره، د اېستلو او د کابل د هوایي ډګر د عملیاتو په همغږۍ کې د ناټو نقش ته اشاره وکړه او د هغو کسانو په اېستلو یې ټینګار وکړ چې له ناټو سره یې کار کړی او په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.

ستولتنبرګ وویل چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د لاسته راوړنو ساتل مهم دي.‌

هغه د دې ټکي په یادولو سره چې القاعده کمزورې شوې او د ۲۰۰۱ د سپتمبر ۱۱مې راهیسې د ناټو په متحدینو باندې هېڅ داسې ترهګریز برید چې له افغانستان څځه تنظیم شوی وي،‌ نه دی شوی، وویل، د ناټو ماموریت تل دا وو چې اطمینان ترلاسه شي چې افغانستان د نړۍ والو ترهګرو لپاره په یوه خوندي پټنځای باندې بدل نشي.‌

ستولتنبرګ د دې ټکي په زیاتولو سره چې د ناټو متحدین باید د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې لپاره چمتو وي او دا چې کېدی شي د ترهګرو ګواښ بیا راڅرګند شي، وویل، طالبان باید د ترهګرۍ پر وړاندې په خپلو ژمنو باندې ودرېږي او ځواب ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لطفاً مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ