امنیت

په طالبانو باندې فشار زیاتېږي ترڅو پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د تلې په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو سرتیری د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یوه سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د ګزمې پر مهال په یوه عراده باندې نصب شوي ماشینګن ته ولاړ دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د تلې په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو سرتیری د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یوه سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د ګزمې پر مهال په یوه عراده باندې نصب شوي ماشینګن ته ولاړ دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

بروسلز -- د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۶مه/ په طالبانو باندې ټینګار وکړ چې د تاوتریخوالي په کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په پرې کولو سره دې خپلې ژمنې پوره کړي.‌

ستولتنبرګ ژورنالستانو ته وویل، «طالبانو ته زما پیغام دا دی چې هغوی باید په خپلو ژمنو، په ځانګړې توګه د القاعدې په ګډون له نړۍ والو ترهګرو سره د ټولو اړیکو د پرې کولو په ژمنو ټینګ ودرېږي، او موږ باید په تاوتریخوالي کې کمښت ووینو.»

نوموړي وویل، «موږ لیدلي چې د افرادو، ژورنالستانو او نورو پر ضد بریدونه ترسره کیږي، او د تاوتریخوالی د کچې لوړوالی ډېر د اندېښنې وړ دی

ماتې شوې ژمنې

طالبانو د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې که بهرني ځواکونه د غوایي تر میاشتې پورې ونه وځي، هغوی به خپل «جنګ او جهاد» ته دوام ورکړي. د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د هغې هوکړې برخه ده چې یادې ډلې د ۱۳۹۸ د کب په ۱۰مه له امریکایي مرکچیانو سره لاسلیک کړه.‌

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د سلواغې په ۱۶مه په بروسلز کې د بلجیم لومړي وزیر الیګزاندر ډي کرو سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [ناټو]

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د سلواغې په ۱۶مه په بروسلز کې د بلجیم لومړي وزیر الیګزاندر ډي کرو سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [ناټو]

په افغانستان کې یواځې ۲۵۰۰ امریکایي‌ عسکر پاتې دي. دا په ۱۳۸۰ کې د جنګ له پيل راهیسې تر ټولو کم شمېر دی.

د یادې هوکړې په اساس، طالبانو ژمنه کړې وه چې له افغان حکومت سره به د سولې خبرې پیل کړي، تاوتریخوالی به کم کړي او په ښارونو، د ولسوالیو په مرکزونو او لویو لارو باندې به بریدونه ودروي.‌

خو په ژورنالستانو، قاضیانو، د مدني ټولنې فعالانو او نورو مخکښو شخصیتونو باندې د هدفي بریدونو یوې لړۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانو د سولې بین الافغاني خبرو باندې سیوری غوړولی دی.

افغان چارواکي او کتونکي وایي، طالبان غواړي چې د هدفي وژنو له لارې په ټولنه کې ګډوډي رامنځته، د مذاکراتو پر مېز امتیازات ترلاسه،‌ رسنۍ کمزورې، او د منتقدینو خولې بندې کړي.

یوه بله ژمنه چې طالبانو تېر کال له متحده ایالاتو سره په شوې هوکړه کې کړې وه دا وه چې له القاعدې او نورو ترهګرو ګروپونو سره به اړیکې پرې کوي.

خو په وروستیو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د القاعدې د څو جګپوړو مشرانو وژنه ښیي چې القاعده اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

همدارنګه داسې شواهد موجود دي چېطالبان او القاعده په افغانستان کې د پېچلیو ترهګریزو بریدونو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

له تهران او مسکو څخه د طالب پلاوي وروستیو کتنو له افغانانو سره د یادې ډلې د ژمنو په برخه کې شکونه راپورته کړي.‌

نامعلوم راتلونکی

ستولتنبرګ په مکرر ډول ټینګار وکړ چې د ناټو غړي باید د خپل ماموریت د راتلونکي په هکله «په ګډه» پرېکړه وکړي.

هغه وویل، «که موږ پرېکړه کوو چې راوځو، موږ د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کوو، موږ د تېرو کالونو په ترڅ کې د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد جګړه کې شوې لاسته راوړنې له لاسه ورکوو.»

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د کانګرس له خوا ترسره شوې یوې څېړنې د چارشنبې په ورځ له افغانستان څخه د عسکرو په را اېستلو کې د ځنډ غوښتنه وکړه، او خبرداری یې ورکړ چې چټکه راوتنه به په مؤثره توګه طالبان بریالي ثابت کړي.

د افغانستان د څېړنې ګروپ وویل، هدف باید په ساده ډول دا نه وي چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي بلکې دا وي چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت چې په نړۍ واله کچه په رسمیت پېژندل شوی، تر منځ‌ «د سولې یوه د منلو وړ هوکړه» کېدل یقیني شي.

په دغه راپور کې چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار کېده،‌ راغلي، «په غیرمسؤلانه ډول د امریکایي عسکرو را اېستل ښایي په افغانستان کې یوه نوي جنګ ته لاره هواره کړي،‌ د متحده ایالاتو مخالف ترهګر ګروپونه چې کېدی شي زموږ هېواد ته ګواښ پېښ کړي بیا راغونډ کړي او هغوی ته د نړۍ د تر ټولو ځواکمن هېواد پر ضد د بریا روایت په لاس ورکړي.»

د متحده ایالاتو کانګرس د ۱۳۹۸ د لیندۍ په میاشت کې د دغې څېړنې د ترسره کولو حکم کړی وو.

په څېړنه کې راغلي، هوکړې د متحده ایالاتو د راوتلو لپاره معیارونه جوړ کړي، او «دا به ډېره سخته او ښایي ناشونې وي چې هغه شرطونه د ۱۴۰۰ کال د غوایي‌ تر میاشتې پورې پوره شي.»

څېړنه وایي، «د مذاکراتو له لارې د شوې داسې سولې د ټولو هدفونو ترسره کول چې هغه د متحده ایالاتو ګټې خوندي کړي به د غوایي‌ د میاشتې د ضرب الاجل په اوږدولو سره خوندي کړای شي.»

د پنتاګون ویاند جان کربي د سلواغې په ۹مه وویل، «طالبان د تاوتریخوالي د کمولو او له القاعدې سره د اړیکو د پرې کولو په برخو کې خپلې ژمنې نه پوره کوي.»

هغه ژمنه ونه کړه چې ټول ځواکونه به د غوایي تر میاشتې پورې راوځي.

کربي وویل، «زه غواړم د طالبانو مشرانو ته ووایم چې ... څومره چې هغوی د مېز پر سر د منطقي، پایښت لرونکو او معتبرو مذاکراتو په ترسره کولو کې خپلې ژمنې ماتوي، هومره هغوی د ځواکونو د حضور په هکله وروستۍ پرېکړه لا نوره سختوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افعانيت نه يي راته زړه تور کړى دى طالبانو

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې روان جنګ پوځي حللاره نه لري. که ناټو او متحده ایالات دا خبره نه مني، هغوی باید لاړ شي او له برتانویانو څخه چې درې ځلې په دې هېواد کې مات شوي دي، پوښتنه وکړي. هغوی باید لاړ شي او له روسانو څخه وپوښتي چې په افغانستان کې زخمي شوي عسکر یې له ماتې څخه وروسته تر اوسه پورې بېرته نه دي رغېدلي.‌ د تاریخ په اوږدو کې،‌ له لوی سکندر څخه رانیولې تر چنګېزخان پورې، ټول په دې وطن کې مات شوي دي. هڅه مه کوئ چې د افغانستان په غیرتي خلکو باندې خپل ګوډاګی حکومت وتپئ.‌ که دا کار شونی وای، انګلستان او روسیې به په دې هېواد کې خپل حکومتونه جوړ کړي وای. امریکا هم نشي کولی چې په افغانانو باندې یو مزدور حکومت وتپي. دا جنګ به تر هغه روان وي څو په دې هېواد کې داسې یو حکومت چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي جوړ کړای شي.

ځواب ورکړئ

په طالبان باندې که فشار زیات شي که کم شي کوم خاص فرق نه کوي. که غواړئ چې د افغانستان په سوله ییز ډول حل کړئ، د چین، روسیې، ایران لاس ترې لنډ کړئ اصلي لاره دا ده چې په پاکستان باندې فشار زیات کړئ. پاکستان ته عذر او زارۍ مه کوئ. په ښکاره ورته ووایئ چې وروره ستا له خوا د تربیه شویو ترهګرو چې په کویټه، راولپندۍ، کراچۍ او پیښور کې یې مرکزونه دي او رهبران یې هلته ناست دي په ډزو کې ملکي افغانان، نظامي افغانان او د افغانستان نړۍ وال متحدین مري او د دې مسؤلیت ستا پر غاړه دی ځکه چې سپي تا ساتلي دي. که له نن نه بعد طالب یو ډز وکړ لس دزه درباندې کوم که دوه یې وکړل شل ډزه درباندې کوم او که لس یې وکړل سل ډزې درباندې کوم. نړۍ وال بندیزونه پرې ولګوئ بیا وګورئ چې په میاشت کې دننه دننه د طالبانو مشران کابل ته درته راولي که نه. هر څه خو په ارامه نه کیږي. وایي دیموکراسي په دکتاتورۍ ساتل کیږي او بیا له پاکستان سره خو چې زور ونه کړئ په رضا هیڅ هم نه کوي. له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا نه یې په ۲۰ کالونو کې ۳۲ میلیارده ډالر ووهل، تاسو ووایئ چې دوی د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې څه وکړل؟ پاکستان منافق دی، پام ورسره کوئ.

ځواب ورکړئ