امنیت

په عام محضر کې له راښکاره کېدلو څخه د طالب مشرانو انکار بې باوري او ناخوښي رامنځته کړې ده

د خسرو راپور

یو طالب جنګیالی د تلې په ۱۱مه د کابل په لمنه کې په یوه میدان کې په داسې حال کې په پيره ولاړ دی چې خلک په ازاده فضا کې په یوه غونډه کې برخه اخلي، او د طالبانو ملاتړي او جګپوړي شخصیتونه د خپلې پیاوړتیا د ښودنې په ترڅ کې خپله لومړۍ پراخه غونډه ترسره کوي.‌ د طالبانو جګپوړي مشران په دغه پروګرام کې هېڅ ښکاره نه شول. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو طالب جنګیالی د تلې په ۱۱مه د کابل په لمنه کې په یوه میدان کې په داسې حال کې په پيره ولاړ دی چې خلک په ازاده فضا کې په یوه غونډه کې برخه اخلي، او د طالبانو ملاتړي او جګپوړي شخصیتونه د خپلې پیاوړتیا د ښودنې په ترڅ کې خپله لومړۍ پراخه غونډه ترسره کوي.‌ د طالبانو جګپوړي مشران په دغه پروګرام کې هېڅ ښکاره نه شول. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- که څه هم چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې دوه میاشتې تېرې شوي دي،‌ لاکن ملا هبت الله اخوندزاده او د یادې ډلې د مشرتابه ډېر نور غړي د پردې تر شا یا پټ ژوند کوي.

عامو افغانانو او ان طالب جنګیالیو د طالبانو د تش په نامه «امیرالمؤمنین» په هکله او دا چې آیا هغه ژوندی دی، پوښتنې راپورته کړي دي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد بهروز وویل، طالبان تل د افغانستان خلکو سره غیر صادق ول.

هغه د طالبانو د مؤسس ملا محمد عمر مثال ورکړ چې ځای څایګی یې تر ډېر وخت پورې عادي افغانانو او د طالبانو د ډلې غړو ته معلوم نه وو.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده یواځې یو پېژندل شوی عکس موجود دی، او عادي افغانان او د طالبانو د ډلې غړي نه پوهېږي چې هغه چېرې دی. [آرشیف]

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده یواځې یو پېژندل شوی عکس موجود دی، او عادي افغانان او د طالبانو د ډلې غړي نه پوهېږي چې هغه چېرې دی. [آرشیف]

یو طالب جنګیالی د تلې په ۱۸مه په کندوز کې د یوه سرک پر غاړه ناست دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو طالب جنګیالی د تلې په ۱۸مه په کندوز کې د یوه سرک پر غاړه ناست دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کله چې ملا عمر په ۱۳۹۲ کې مړ شو، طالبانو دوه کاله انتظار وکړ بیا یې د هغه مړینه تایید کړه.

بهروز وویل، «کالونه تېر شول، خو دا اوس هم یو راز پاتې دی چې آیا ملا عمر واقعا موجود وو او اوس عین سناریو د ملا هبت الله په هکله هم روانه ده.»

هغه وویل، «که هبت الله ژوندی وي، هغه باید په عام محضر کې راښکاره شي، له خلکو سره خبرې وکړي او د جګړې کولو او د بې ګناه ملکي خلکو د ډله ییزې وژنې لپاره د خپلې ډلې دلیل روښانه کړي.»

په جرمني کې د سیاسي چارو یوه افغان شنونکي سید حکیم کمال وویل، «دا د طالبانو دود دی چې د خپل ستر مشر هویت او فزیکي حضور پټ او له عام محضر څخه لیرې ساتي.»

هغه وویل، «په نننۍ نړۍ کې په کار دی چې سیاستوال د خلکو په منځ کې وي،‌ لاکن د طالبانو مشران پټ ژوند کوي، او دا د دې نښه ده چې هغوی د سیاست له نننۍ نړۍ څخه لیرې دي.»

هغه وویل، «دغه راز، طالبان نه افغاني ریښې لري نه د افغانانو د ارادې استازیتوب کوي، ځکه چې د هغوی اکثر مشران بهرنیان دي. د دې ډلې مشران ډاډه نه دي چې په عام محضر کې راڅرګند شي، او دا مسئله په اتومات ډول د هغوی د خلوص په هکله پوښتنې راپورته کوي.»

زیاتېدونکې بې باوري

د طالبانو د مشرتابه له خوا په عام محضر کې نه راڅرګندېدلو یا د ژمنو ماتولو د دغې ډلې په لیکو کې بې باوري ډېره کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې وویل چې هبت الله ژوندی دی او ژر به په کندهار کې راڅرګند شي، لاکن هغه تر اوسه پورې په عام محضر کې لیدل شوی نه دی.‌

کمال وویل، «د طالبانو د مشرانو د پټ ژوند کولو ستراتیژي د دغه تحریک لپاره په یوه ننګونه باندې بدله شوې ده، ځکه د نن ورځې سیاستونه داسې یوې پروسې ته اړتیا لري چې له عامو خلکو سره په کې رغوونکې راکړې ورکړې ته اړتیا ده.»

هغه وویل، «له عام محضر څخه د طالب مشرانو غیاب او له رسنیو، عوامو او ټولنې څخه د دغې ډلې لیرې والی کولی شي چې یوې بې باورۍ ته لاره هواره کړي.»

بهروز دغه راز استدلال وکړ چې د طالب مشرانو نه صداقت به د دې سبب شي چې عام خلک او طالب جنګیالي د هغوی د مشرانو وینا له پامه وغورځوي.

په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي ګلاب منصوري وویل، «هبت الله ان شاءالله ژوندی دی، لاکن زه نه پوهېږم چې هغه ولې تر اوسه په عام محضر کې راڅرګند شوی نه دی.»

منصوري د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه هغه د داسې یوه مشر حکمونه تعقیبوي چې ده لیدلی هم نه دی، وویل، «زه فکر کوم چې هغه د حتمي امنیتي ستونزو له کبله په عام محضر کې راڅرګند شوی نه دی ځکه تاسو پوهېږئ چې موږ په جنګ کې وو، لاکن زه ډېره زیاته هیله لرم چې هغه به ژر په عام محضر کې راڅرګند شي.»

هغه وویل، «زه هیله لرم چې هغه، خدای مه کړه، د ملا عمر په څېر وار له مخه مړ شوی نه وي.»

یو بل طالب جنګیالی عمران سمندري په دې هکله شک لري چې آیا هبت الله ژوندی دی که مړ دی.‌

سمندري وویل، «موږ، مجاهدین، د هبت الله په هکله هېڅ نه پوهېږو ځکه چې هغه په پټه ژوند کوي، او موږ د هغه د ژوند لپاره دعا کوو.»

هغه وویل، «زموږ مشران موږ ته اطمینان راکوي چې هغه ژوندی دی، خو که هغه مړ شوی وي،‌ زه فکر کوم دا به بهتره وي چې هغوی یې مړینه اعلان کړي او د هغه ځایناستی معرفي کړي ځکه چې موږ باید د مسلمانانو په توګه له خپلو مسلمانانو ورونو سره صادق واوسو.»

د طالبانو ګوډاګي مشران

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې د پوهنځي محصل محمد نسیم وایي،‌ د طالبانو له خوا د ملا عمر د مړینې پټولو د شک تخم وکاره.‌

هغه وویل، طالبانو کالونه د ملا عمر په نامه اعلامیې خپرې کړې، لاکن وروسته معلومه شوه چې هغه د دغو اعلامیو له خپرولو څخه ډېر مخکې مړ شوی وو.

نسیم وویل، «طالبان د هبت الله د ژوند په هکله هغې ته ورته سناریو تعقیبوي. که هغه ژوندی وي، ولې هغه په عام محضر کې نه راښکاره کیږي یا په تلوېزیون باندې پیغام نه ورکوي؟»

په کابل کې د یوې غیر حکومتي موسسې یو پخوانی کارمند ماهر ځلاند وايي چې ښایي هبت الله په فزیکي بڼه هېڅ موجود نه وي.

هغه وویل، «هغه څه چې موږ د طالبانو په هکله پرې پوهېږو دا دي چې د هغوی مشرانو هېڅکله هم مخامخ یا د یوه ویډیوي پیغام له لارې له خلکو سره خبرې نه دي کړي، او هغوی تل پټ ژوند کړی دی.»

هغه وویل، «د طالب مشرانو له خوا دغه ډول کارونه ښیي چې هغوی یا له خلکو سره له خبرو اترو څخه وېرېږي یا دا چې هغوی یواځې نومونه دي او تر شا یې بهرنیان دي چې هغوی حکمونه صادروي.»

په جرمني کې د سیاسي چارو یوه افغان شنونکي ویس ناصري وویل، طالبان یواځې ګوډاګیان دي او د دغې ډلې مشران واقعي صلاحیت نه لري.

هغه وویل، «طالبان له پیل نه د پاکستان استخباراتي ادارې جوړ کړي، د هغوی لپاره یې د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه جوړ کړي، څو طالبان د هغوی غوښتنې ترسره کړي او هغه څه تعقیب کړي چې هغوی یې ورته وایي.»

ناصري وویل، طالب مشران د پاکستان د حکومت له اجازې پرته په عام محضر کې د راښکاره کېدلو صلاحیت نه لري. که هغوی له اجازې پرته داسې کار وکړي، د پاکستان استخبارات به د طالبانو له حاکمې ادارې څخه هغوی حذف کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي، جګړه نشته او د اوس لپاره د طالبانو پر وړاندې د کومې نوې جګړې څرک هم نه لیدل کېږي (د جګړې نوی څپرکی نه دی پیل شوی)؛ یوازې په طالب مشرانو د امریکا بندیزونه دي. اوس خو طالبان ځانته د افغانستان مسؤل چارواکي وايي (د کابل اداره د دوی په لاس کې ده) پکار داده چې میدان ته راووځي، کار ته مټې رابډوهي، خلک په ځان راټول کړي، له خلکو د ګډ کار کولو هیله وکړي، وطنونه په یوازې ځان نه جوړېږي تر څو چې ولسونه له حکومت سره همکاري ونه کړي. پکار داده چې هغوی ولس سره همغږي رامنځته کړي، تر څو د افغانانو پر وړاندې د اقتصادي ستونزو په ګډون هغه سترې ننګونې چې مخته یې پرتې دي حل او فصل او یا کم تر کمه راکمې شي. متل کا چې ((مستې هم خرڅوي او مخ هم پټوي)) اوس طالبان غواړي د افغانستان حکومت هم وکړي، هغه هم د پردې تر شا. داسې خو نه کېږي، حکومت کول خو څه ټوکې نه دي. په کار داده چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله که په ریښتیا ژوندی وي راشي مطبوعاتي کنفرانس ورکړي، ځان وښيي چې موږ هم ډاډه شو چې ځه مشر خو مو معلوم دی او له هغو افغانانو بښنه وغواړي چې د تېر حکومت پر مهال د دوی په بریدونو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي دي. اوس خو آن په دې هم نه پوهېږو چې موږ مشر لرو که نه؟ او ریښتیا دا بل ګونګي (رئیس الوزرا) هم باید نور له خپلې خولې پټۍ لرې کړي. بابا دا یې چیشی شروع کړی.

ځواب ورکړئ

بایدټولو افغانان اوپه ځانګړی توګه طالبان ددغی رازمعلوم کړی

ځواب ورکړئ

نن انس حقاني ویلي چې هبت الله ژوندی دی او دوه اونۍ مخکې یې ورسره لیدلي دي. تاند خبري ویب سایټ نن د انس حقاني د خبرو په رابطه په یوه خبر کې لیکلي، ((د طالبانو یو لوړپوړی غړی انس حقاني، چې د مسکو ناستې ته د طالب پلاوي په ډله کې ورغلی، له اسپوتنیک خبري اژانس سره د ځینو موضوعاتو په اړه مرکه کړې. نوموړي په دې مرکه کې د طالبانو د امیرالمومنین ملا هیبیت الله اخندزاده د مړینې خبر رد کړی او ویلي، چې په دې اړه نړیوال بې ځایه تبلیغات کوي. د حقاني په وینا، هغه دوه اونۍ مخکې هم له ملا هیبت الله سره په افغانستان کې لیدلي دي.))

ځواب ورکړئ