امنیت

د جوزجان اوسېدونکي د داعش د حضور د زیاتوالي په هکله اندېښمن دي

د محمد قاسم راپور

د داعش یو جنګیالی په تاجیکستان باندې د یوه وروستي برید د ادعا په لړ کې د یادې ډلې د بیرغ مخې ته ولاړ دی. [آرشیف]

د داعش یو جنګیالی په تاجیکستان باندې د یوه وروستي برید د ادعا په لړ کې د یادې ډلې د بیرغ مخې ته ولاړ دی. [آرشیف]

کندوز -- ځایي مقامات وايي، داعش ته ژمنو اورپکو د اتو میاشتو په اوږدو کې په درېیم ځل د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش بیرغ پورته کړی دی.

دغه کار د خلکو تر منځ غټه اندېښنه راپورته کړې ده.

د جوزجان اوسېدونکي وایي، د داعش جنګیالیو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې په درزاب، خم آب، اقچه او منګجک ولسوالیو کې عملیات پیل کړي او اوس په دې باندې تمرکز کوي چې د یاد ولایت په نورو برخو کې هم خپل مرکزونه جوړ کړي.

د مدني ټولنې یوه ځایي فعال فضل حق جوزجاني وویل، «زما د معلوماتو په اساس، داعش وکولی شوای چې د غوایي په ۳۰مه په درزاب ولسوالۍ کې د یوې ورځې لپاره خپل تور بیرغ پورته کړي او له ځایي خلکو څخه یې وغوښتل چې له یادې ډلې سره خپل بیعت اعلان کړي.»

هغه وویل، درزاب ولسوالۍ په ۱۳۹۷، ۱۳۹۸ او ۱۴۰۰ کالونو کې د داعش غټ مرکز وو، او د داعش کسان هڅه کوي چې د دغې سیمې کنټرول بیا ترلاسه کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې که نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو د مرکزونو د له منځه وړلو په هڅو کې مرسته و نه کړي، افغانان به بیا له یوه غټ مصیبت سره مخامخ شي.

هغه زیاته کړه، «د داعش اورپکي سره له دې چې پوهېږي چې ځایي خلک په دغه ولایت کې د داعش له پخوانيو فعالیتونو څخه بدې خاطرې لري، په ځایي خلکو باندې ټینګار کوي چې له یادې ډلې سره ملګري شي.»

جوزجاني وویل، «داعش د تلې په ۲۵مه په اقچه ولسوالۍ کې دوه ځلې خپل بیرغ په سیمه کې د یوې کلا او د محلي قوماندان آقا محمد د مرکز په سر باندې پورته کړ.»

د داعش محلي خراسان څانګې په افغانستان، تاجیکستان او ازبکستان کې د څو وروستیو راکټي او بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

دغه راز، هغوی په کابل او د هېواد په نورو برخو کې په جوماتونو، ښوونځيو او مني بسونو باندې بمي بریدونه کړي دي.

په تر ټولو وروستۍ ادعا کې، داعش د غوایي په ۱۷مه په ټیلیګرام وویل چې هغوی د تخار ولایت له خواجه غار څخه پورې غاړه د تاجیکستان په یوه نظامي اډه باندې اوه توغندي ورتوغولي دي.

د داعش وحشت

ځایي اوسېدونکي وایي چې، داعش په درزاب ولسوالۍ کې د پخوانیو حکومتي کارکوونکو د وژلو په ګډون بې رحمانه جنایتونه ترسره کړي، او ځوانې نجونې یې مجبورې کړي چې د هغوی د ډلې له غړو سره نکاح وکړي او تنکي ځوان هلکان د هغوی له لیکو سره یوځای شي.

د درزاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شفیع الله چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل، «داعش د تېرو درې کالونو په ترڅ کې تر ټولو ډېر بې رحمانه جنایتونه ترسره کړي دي. الله تعالی دې هغوی ته سخته سزا ورکړي.»

هغه وویل، داعش د درزاب ولسوالۍ په سر دره، مغل او القاني کلیو کې جنایتونه ترسره کړي دي.

هغه وویل، «د ۱۳۹۷ د غوایي په ۱۱مه، د داعش اورپکو د درزاب ولسوالۍ په مغل کلي کې یوه ۱۹ کلنه کوزده شوې نجلۍ له کور څخه یې وتښتوله، او خپل نږدې مرکز ته یې وېوړله چې هلته پرې د یادې ډلې ټولو غړو جنسي تېری وکړ او نږدې څلور اونۍ یې د جنسي غوښتنو د پوره کولو لپاره ورسره وساتله.»

هغه وویل، «په دې سیمه کې د داعش له خوا ترسره شوي جنایتونه ډېر زیات او له هغه نه ډېر بدتر دي چې یادې ډلې په سوریه اوعراق کې ترسره کړي دي.»

شفیع الله وویل، د داعش اورپکو په درزاب ولسوالۍ کې په لسګونو ښوونځی سوځولي او له ۲۰۰۰۰ څخه ډېرې نجونې یې له زده کړو څخه بې برخې کړي دي.

د جوزجان یوه اوسېدونکي الله نظر محمدي وویل، په ۱۳۹۸ کې د داعش جنګیالیو په اقچه او منګجک ولسوالیو کې خپل بیرغ پورته کړ او ځایي خلکو ته یې سختې شکنجې ورکړلې.

هغه وویل، «د ماشومانو په وژلو سربېره، د داعش اورپکي د عامه شتمنیو د لوټلو، په خلکو باندې د جنسي تجاوز او ځورولو، او د لسګونو ښوونځیو د ودانیو د سوځولو په ګډون، ډېرو جنایي فعالیتونو کې لاس لري.»

هغه زیاته کړه، «د هغوی کارونه په ښکاره د قانون او د بشري ارزښتونو پر خلاف ول. هغوی ښوونځي په زور بند کړل، د ښوونځیو ودانۍ یې ویجاړې کړې او د خلکو په کورونو کې یې مورچلې جوړې وې.»

محمدي وویل، «موږ د جوزجان خلک د داعش د بیا راتګ په هکله ډېره زیاته اندېښنه لرو.»

قریب الوقوع ګواښونه

ډېر افغانان په هېواد کې د داعش د بیا سر راپورته کولو او د ګواښونو د زیاتېدلو په هکله ژورې اندېښنې لري.

د بلخ پوهنتون د دویم کال یوه محصل محمد امین توحیدي وویل، ترهګرو ډلو تل له مذهب څخه په افغانستان کې د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی او د اسلام تر نامه لاندې یې په دروغو د ډېرو بې ګناه ملکیانو ژوند اخیستی دی.

هغه وویل، «په جوماتونو او د عبادت په نورو ځایونو کې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره، داعش غواړي چې مسلمانان سره ووېشي. په دې کار سره هغوی غواړي چې وېره او بې باوري رامنځته او د افغانانو تر منځ قومي ترینګلتیاوې زیاتې کړي.»

هغه وویل، «داعش د افغانانو یو ښکاره دښمن ګرځېدلی او په ښکاره د افغانستان ملی امنیت ننګوي.»

په مزارشریف کې د سیاسي چارو یوه شنونکي ویس الدین عسکر وویل، داعش په هېواد کې د امنیتي خلا د شتون له امله له عراق او سوریې څخه خپل تمرکز افغانستان ته را اړولی دی.

هغه وویل، د داعش ګواښونه په داسې حال کې زیاتېږي چې افغانستان د دغه چلند پر وړاندې د مقابلې لپاره اړتیاوړ استخباراتي او پوځي وړتیاوې نه لري.

هغه زیاته کړه، «داعش له تکتیکي او عملیاتي پلوه ډېر ښه روزل شوی دی. افغانستان باید د داعش د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره یو ښه مجهز او مسلکي ځواک ولري.»

نوموړي وویل، «که یاده ډله په یو ځل له منځه وې نه وړل شي، ټوله سیمه به بې ثباته او نا امنه شي.»

عسکر وویل، «نړۍ واله ټولنه باید په افغانستان کې روان وضعیت ته پام وکړي. څومره چې داعش په افغانستان کې پیاوړی کیږي، هومره هغه ګردې نړۍ ته ستر ګواښ جوړوي او امنیت ننګوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش د طالبانو په حاکمیت کې پیاوړی شوی دی ځکه ډیر خلک د طالبانو له چال چلند او سیاستونو څخه راضي نه دي. که له طالبانو څخه د خلکو نا رضایتي دوام وکړي نه یوازې داعش بلکې نورې ترهګرې ډلې هم به ورڅخه استفاده وکړي. څه موده مخکې امریکايي چارواکو وویل چې په افغانستان کې د داعش پر فعالیت څار لري‌ او که داعش دې حد ته ورسیږي چې امریکا او د امریکا متحدینو ته تهدید متوجه دی، نو واشنګټن بیا دا امکانات لري چې له لیرې څخه یاده ډله هدف وګرځوي. خو دا چې هغه وخت امریکا اقدام کوي، په افغانستان کې به د جګړې اور دومره زورور شوی وي چې مړ کول به یې کلونه کلونه وخت ونیسي چې په هغه صورت کې به بیا بې ګناه افغانان قربانۍ ورکوي او په کې به وژل کېږي او هم به یې وطن ویجاړېږي، نو ښه داده چې واکمنه ډله (طالبان) لاس په کار شي.

ځواب ورکړئ

داعش د افغانستان او طالبانو لپاره لوی ګواښ دی. د دې ډلې لپاره د استخدام کلتوري او فکري شرایط موجود دي. له همدې امله، دوی به د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره له کومې ستونزې سره مخامخ نشي. په عېن حال کې یو سیاسي نظام او حکومت له منځه تللی، بشري او اقتصادي بحران خلک سخت ځپلي، او د خلکو په ژوند کې د نه منلو وړ ګډوډي رامنځته شوې ده. تجربو ثابته کړې چې په هرځای کې چې نظام او رژيمونه سقوط کوي، هلته د ترهګرو ډلو رول تر بل هر وخت ډېر څرګند شوی دی. که د پخواني سیاسي نظام ناکامي د طالبانو لپاره یو فرصت او بریا وګڼل شي، نو دا د داعش لپاره هم یو فرصت او د فعالیت ډګر دی، ځکه په تېر حکومت کې داعش په ډېرو برخو کې ظلمونه کول. که د طالبانو جګړه نه وای، داعش ته به لږ فرصت په لاس ورغلی وای. د دې ډلې جنګیالي هم د افغانستان په هر ګوټ کې د اردو د جنګي الوتکو له خوا په نښه کېدل، او هغوی د تمرین کولو لپاره لږ فرصت په لاس کې درلود. اوس مهال فقر او لوږه د داعش د لیکو د پیاوړتیا له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي. خلک د لوږې له امله خپل ماشومان او د بدن غړي خرڅوي. په داسې حالت کې دا ډول کسانو ته د پیسو ګټلو لپاره د ترهګرو ډلو په لیکو کې د شاملیدو زمینه برابره ده. انادولو خبري اژانس په دې وروستیو کې د کونړ ولایت د یوه اوسیدونکي له قوله ویلي چې داعش له پراخې بې وزلۍ څخه په بې کاره خلکو د نغدو پیسو په ویشلو سره ګټه پورته کوي. بېکاري او له کار څخه محرومیت د داعش د پیاوړتیا یو بل عامل دی. په هېواد کې د تېر حکومت له پرځېدلو راهیسې په زرګونو کسانو په بېلابېلو کچو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د کار فرصتونه په هېواد کې محدود او یا په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

ځواب ورکړئ

ورځ تر بلې د خواشینۍ او مایوسۍ خواته روان یو. ښه خبر نشته. ناهیلي ده. ستړیا ده. ذهني ناروغۍ دي... د دې خبر په لوستلو نور هم خواشینی او ناهیلی شوم. په مجموع کې ویلی شو چې افغانان د وژلو لپاره پیدا دي. هېڅوک پرې رحم نه کوي. که موږ هر څومره چغې ووهو چې د خدای لپاره نور مو پرېږدئ، خو څوک مو نه پرېږدي. په یو نه یو ډول راته بهانې جوړوي چې ومو وژني. د افغان وژنې اور دا پنځوس کاله کېږي چې نه سړېږي. هره ورځ ورته خاشاک وراچول کېږي او لمبې یې زورورې کېږي. داعش او بل هر ګند دې د افغانستان خلک چې له ۹۹ سلنې څخه زیات یې مسلمانان دي؛ نه مسلمانوي او نه دې د مذهب په نوم وژني. که په ريښتیا هغوی مسلمانان وي او مذهبي جګړو ته لمن نه وهي، نو داسې ځای ته دې لاړ شي چې کفر وي او خلک یې اسلام نه بلکې د غوایانو او بتانو عبادت کوي یا هم بیخي کتاب نه لري. بله خبره: پرون چهارشنبه/مۍ ۲۴مه په مزارشریف او کابل کې چاودنې وشوې او مسؤلیت یې هم د اسلامي دولت (داعش) ډلې پورې اړوندې د خراسان څانګې پر غاړه واخیست. طالبان وايي کابل کې پنځه او مزار کې نهه کسان وژل شوي، خو یو شمېر نورو رسنیو خبر ورکړی چې د دغو چاودنو تلفات تر دې څو چنده لوړ دي. د داعش خراسان څانګه د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي چې د طالبانو حکومت پر وړاندې ستر امنیتي تهدید ګڼل کیږي. طالبان دې د دا ډول بریدونو مخه ونیسي کنه نه یوازې عام افغانان به په کې وژل کېږي، بلکې طالب چارواکي او عسکر به هم وژني. نو باید چې د افغانانو امنیت تامین شي.

ځواب ورکړئ

څومره چې زه پوهیږم، موږ (افغانستان) اړتیا لرو چې له نړیوالو قدرتونو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړو څو د اړتیا پر وخت له مونږ سره مرسته وکړي. موږ باید له امریکا، ناټو او نورو لویو ادارو سره معاملې وکړو تر څو د ترهګرو د مور (پاکستان) او ایران له خوا د برید په صورت کې د هغوی ملاتړ له ځانونو سره ولرو. دغه تړونونه کولای شي زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه تر پوښښ لاندې راولي. دا نړۍ د وسایلو نړۍ ده او هر هیواد د بل ملاتړ ته اړتیا لري. زما لپاره دا مهمه نه ده چې په هېواد کې واک د چا په لاس کې دی، خو په ټولیز ډول زموږ هېواد (افغانستان) اړتیا لري چې له لویو قدرتونو په ځانګړې توګه له امریکا سره تړونونه وکړي.

ځواب ورکړئ

دې لیکنې زه د راتلونکې په هکله مایوسه او خواشینی کړم ځکه خو مې خوښه نشوه. داسې ښکاري چې افغانان د مذهبی سخت دریځو لخوا وژلو ته پیدا دي او افغانستان هم ددې اورپکو د وحشتونو د نندارې ډګر دی. نیمه پېړۍ کېږي چې افغانستان د دیني سوداګرو لخوا په بل کړل شوي اور کې سوځي او دا اور وروسته له نیمې پېړۍ لا هم همداسې تازه او سوځوونکی دی. ما د نړۍ نور ملکونه هم لیدلي خو په هیڅ ځای کې هم د افغانانو په شان په اسلام او ایمان باندې ولاړ مسلمانان ما ونه لیدل. ددې هرڅه باوجود هم افغانان نه دې توانېدلي څو مذهبي سوداګر پر دې قانع کړي چې دوی مسلمانان دي او تر بل هرچا په ښه ډول د اسلام احکام پرځای کوي. داعش دې د افغانانو د مسلمانولو او د هغوی نه د بیعت اخیستلو پرځای ولاړشي اسرائیلو ته او فلسطین دې آزاد کړي.

ځواب ورکړئ

داعش اصلا د غرب یوه پروژه ده. ما درې کاله مخکې په ټویټر د یوه امریکایی ژورنالست او محقق یوه ویډیو وکتله، هغه په ښکاره ویلي وو چې داعش د امریکا او اسراییلو پروژه ده. دا مهمه نه ده چې د هر چا پروژه ده، څه چې مهم دي هغه دا دي چې افغانان د دغسې ځناورو له لاسه تباه شول، افغانستان د همدغو ځناورو له لاسه خراب شو. اکثر دغه پروژې د پاکستان استخباراتي اداره (ای ایس آی) چې انګریزانو جوړه کړې ده، تطبیقوي.

ځواب ورکړئ

زه نه پوهېږم چې داعش او نورې ترهګرې ډلې له افغانانو څه غواړي؟ کلونه کېږي چې افغانان په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو ډلو له خوا وژل شوي دي. یوه ډله وايي چې ته ښه مسلمان نه یې، ته باید مسلمان شې. بله ډله شل کاله جګړه کوي، په زرګونو خلک وژني، پلونه، پلچکونه، ښوونځي او ټول زیربناوې ورانوي، او کله چې واک ترلاسه کړي، بله ډله بیا ودرېږي او وايي، نه، ستا جهاد کافي نه وه. ته باید له دې نه ښه مسلمان شې او اوس یې د افغانستان د مسلمان ولس وژل پیل کړي دي. په داسې حال کې چې دغه کړنې د اسلام د سپېڅلي دين له اصولو سره په ټکر کې دي، خو په اصل کې د خداى په نوم او د اسلام د دين په نوم يې دوام خلک د اسلام له دين څخه بېزاره کوي او د ديني احکامو پر وړاندې يې تحریکوي. نو د افغانستان مسلمان ولس په ځانګړې توګه دیني عالمانو ته لازمه ده چې د دې ډلې پر وړاندې په ګډه ودریږي او پرې نه ږدي چې د دین او خدای په نوم قتلونه وشي.

ځواب ورکړئ