تروريزم

مالي بحران د افغان طالبانو په ختمېدلو دلالت کوي

د سلیمان راپور

افغان طالبان په ۲۰۱۲ کال کې په هلمند ولایت کې ښودل کیږي. د طالبانو قوماندانان وایي چې طالبان له سخت مالي بحران سره مخامخ دي. [عکس له سلیمان نه په مننې]

افغان طالبان په ۲۰۱۲ کال کې په هلمند ولایت کې ښودل کیږي. د طالبانو قوماندانان وایي چې طالبان له سخت مالي بحران سره مخامخ دي. [عکس له سلیمان نه په مننې]

کابل -- د طالبانو جیګپوړو مشرانو اعتراف وکړ چې افغان طالبان د دغې ډلې له خوا په ورځني ډول د وحشتونو د ترسره کولو له امله د هغو پخوانیو سخاوت لرونکیو مرستندویانو د ناخوښۍ په نتیجه کې له مخ پر ودې مالي بحران سره مخامخ کېږي چې پخوا یې دغه ګروپ ته مرستې ورکولې.

په افغانستان باندې (په ۱۹۹۶ - ۲۰۰۱ کلونو کې) د طالبانو د واکمنۍ پر وخت یوه جیګپوړي ډپلوماټ ملا رحمت الله کاکازاده د لندن ګارډین ورځپاڼې ته په یوه راپور کې چې د نومبر په ۲۹مه خپور شو ویلي چې اکثر افراد د مرستو له ورکولو نه شاته کیږي.

کاکازاده ګارډین ته وویل، «دا خلک چې دا پیسې ورکوي، نه غواړي چې پیسې په داسې ماینونو باندې ولګوي چې هغه ماشومان وژني.»

کمزورتیا څرګنده ده

د جګړې په ډګر کې د طالبانو وروستۍ ماتې داسې یوه کمزوري ښیي چې ښایي یو علت یې مالي ستونزې وي.

د کورنیو چارو یوه پخواني مرستیال وزیر مرزامحمد یارمند سلام ټایمز ته وویل، «طالبان په وروستیو وختونو کې د بدخشان ولایت د ارګو، درایم، او کشم ولسوالیو په شمول په افغانستان کې له اکثرو ځایونو څخه واېستل شول. همدارنګه مونږ داسې راپورونه لرو چې تاییدوي چې دغه ډله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د هغوی له مرکزونو څخه اېستل شوې ده. دا حرکت پخپله مالي کمزورتیا او د جګړې د تمویل لپاره د پیسو کمی ښیي.»

یارمند سلام ټایمز ته وویل، «هغه حد چې ترهغه پورې طالبان په شا تمبول شوي دي «ښیي چې د طالبانو تمویلوونکیو له یادې ډلې څخه خپل ملاتړ کم کړی یا پای ته رسولی دی.»

هغه وویل، «طالبان به تر هغه وخته پورې چې مالي ذخایر ولري جنګ وکولی شي. د مالي او نظامي ذخایرو په ختمېدلو سره به طالبان هم ختم شي.»

ګارډین د طالبانو د سرچینو له قوله لیکلي چې، یو شمېر ټپي شوي طالبان نور نشي کولی چې د پاکستان په شخصي روغتونونو کې درملنه ترلاسه کړي ځکه چې هغوی د دغه کار وس نه لري.

په پاکستان کې یوه پخواني افغان ډپلوماټ محمد سعیدي سلام ټایمز ته وویل، «که تاسو دې ټکي ته پام وکړئ چې طالبان نشي کولی چې حتی د خپلو ټپي شویو غړو لپاره درملنه ترلاسه کړي، د دې ډلې مالي بحران له هغه څه نه چې کاکازاده ویلي دي ډېر جدي دی.»

هغه وویل، «تیت وپرکوالي، اقتصادي کمزورۍ، د مشرۍ یا لیډرشېپ بحران او د طالبانو په رهبرۍ کې شخړو دغه ډله په بېلابېلو ګروپونو وېشلې ده. دغه فکټورونه د دې سبب شوي دي چې طالبان د زوال خوا ته، او په پای کې له منځه، لاړ شي.»

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري چې د طالبانو د دغسې وحشتناک حالت په هکله موجود نظرونه مني، سلام ټایمز ته وویل، «مالي تنګسو طالبان سخت کمزوري کړي دي. په ځینې ولایتونو کې چې هلته طالبانو د حکومتي قواوو پر ضد جګړې وکړې، هغوی له ماتې سره مخامخ شول... دا د هغوی اړخ ته د موجودو مالي ستونزو او د افغان ځواکونو له خوا د فشار له امله وشول.»

وزیري وویل، طالبان کولی شي چې یا سوله وکړي او له ولسواک یا ډیموکراټیک حکومت سره یوځای شي، یا انتظار وکړي چې افغان ځواکونه یې له منځه وېسي.

د مرستندویانو په شا تګ

د لوګر ولایت پخواني والي فضل مجددي سلام ټایمز ته وویل، د طالبانو وحشتونه د دې سبب ګرځېدل چې یوه ورځ د دغې ډلې مرستندویان ترې مخ وګرځوي.

هغه وویل، «د ډېرو بې ګناه خلکو وژل او د افغانستان د زېربناوو په نښه کول د دې سبب شول چې خلک له جګړې او طالبانو دواړو څخه کرکه وکړي. اوس د طالبانو بل نوم ډله ییزې وژنې، ترهګري او کرکه دي.»

مجددي وویل، په تېر وخت کې یو لږ شمېر افغانان د دې لپاره له طالبانو سره یوځای شول چې د ژوند تېرولو لپاره د لګښت لاره برابره کړي.

هغه زیاته کړه، خو اوس چې طالبان مفلس شوي دي، احتمال شته چې لږ خلک له هغوی سره یوځای شي یا باور پرې وکړي.

ښایي چې د طالبانو له منځه خلک د حقیقت په هکله پوهېږي.

کاکازاده د طالبانو له خوا د افغانستان د ډېرې برخې د نیولو ټکي ته په اشارې سره وویل، «د رهبرۍ په موقف کې موجود ۹۰٪ خلک باور لري چې ... مونږ به ونشو کولی چې ۱۹۹۰ کالونه بیا تکرار کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500