امنیت

له نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو اړیکې د سولې مخه نیسي

د نجیب الله راپور

افغان پولیس د اکتوبر په ۱۰مه په هلمند کې د طالب اورپکو جسد ته ګوري.‌ سخت دریځي طالبان د سولې خبرې ردوي،‌ په داسې حال کې چې نورو طالبانو جګړه بس کړې او ژمنه یې کړې چې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.‌ [نورمحمد/ ای اېف پي]

افغان پولیس د اکتوبر په ۱۰مه په هلمند کې د طالب اورپکو جسد ته ګوري.‌ سخت دریځي طالبان د سولې خبرې ردوي،‌ په داسې حال کې چې نورو طالبانو جګړه بس کړې او ژمنه یې کړې چې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.‌ [نورمحمد/ ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو سخت دریځو عناصرو له نړیوالو ترهګرو ګروپونو سره د ملاتړ ژمنه کړې او په افغانستان کې د سولې پروسه ردوي.‌

په عین حال کې، محلي چارواکو او د طالبانو پخوانیو قوماندانانو سلام ټایمز ته وویل،‌ په تېرو څو میاشتو کې سلګونو طالبانو تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښود، افغان حکومت ته تسلیم او د سولې پروسې سره یوځای شول.‌

ملګرو ملتونو د ډسمبر په میاشت کې په نړیواله ټولنه او د طالبانو په شمول په ټولو افغانانو بیا غږ وکړ چې «د سولې خبرې» شروع کړي او د افغانانو کړاوونه ختم کړي.‌

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یماموټو وویل، «د سولې پروسې ته داخلېدل زړورتیا غواړي.‌ هغه د ماتې په معنی نه دی،‌ هغه د حقیقت پېژندل دي، ځکه چې،‌ یوه ناپایه جګړه دغه هېواد ویجاړوي.»‌

هغه وویل، د ګټورې سولې یوازنۍ لاره دا ده چې افغانان له افغانانو سره نېغ په نېغه د سولې خبرې وکړي،‌ او له طالبانو نه یې وغوښتل چې «له مخکې تر مخکې شرایطو پرته»‌ د سولې په مخلصانه خبرو کې برخه واخلي.

هغه وویل،‌ «د طالبانو مشران باید په دې نظر باندې بیاکتنه وکړي چې هغوی کولی شي خپل هدفونه یوازې د جګړې په ډګر کې ترلاسه کړي.»

طالبان تسلیمېږي،‌ سوله غواړي

د ډسمبر په میاشت کې، د طالبانو دوه ګروپونه چې په بدخشان ولایت کې یې د حکومت پر ضد جګړه کوله وروسته له هغه تسلیم شول چې پوه شول چې د هغوی جګړه سمه نه ده.‌

د بدخشان د والي یوه ویاند نوید فروتن سلام ټایمز ته وویل،‌ قاري محراب، چې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ روزنه اخیستې وه او له تېرو ۵ کلونو راهیسې یې د بدخشان ولایت کې د افغان عسکرو پر ضد جګړه کوله د تسلیم شویو اورپکو په ډله کې شامل وو.‌

د طالبانو یوه پخواني ۳۵ کلن جنګیالي چې ځان یې د محمود په مستعار نامه یاد کړ وویل،‌ هغه وروسته له هغه له افغان ځواکونو سره یو ځای شو چې د خپلې مبارزې په لاره کې د غلطیو په هکله پوه شو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «اوس زه پوهېږم چې مونږ په غلطه وو ځکه چې زمونږ جنګ «جهاد» نه وو، بلکه هغه زمونږ د خپلو خلکو پر ضد دښمني وه.»‌

مات شوي طالبان خارجیانو ته مراجعه کوي

له دې سره،‌ مات شوي طالبان نړیوالو ترهګرو ډلو او بهرنیو هېوادونو ته مراجعه کوي،‌ او مالي ملاتړ او مشروعیت لټوي.‌

په یوه تازه ویډیو کې چې د طالبانو په وېب سایټونو او ټولنیزو رسنیو خپره شوې،‌ دغې ډلې «د سولې خبرې» رد کړې او له القاعدې سره په موجودو اړیکو یې تاکید وکړ.‌

د یوې وړې سوداګرۍ مالک ۴۰ کلن محمود ضیاء چې په کابل کې اوسېږي وویل،‌ «طالبان او القاعده دوه ترهګر ګروپونه دي چې له پخوا راهیسې یې د افغانستان د خلکو پر ضد خپله دښمني ثابته کړې ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «افغانانو ته لا تر اوسه هم په افغانستان کې د دغه ګروپ تیاره تاریخ په یاد دی، چې هغوی څنګه ډېر بې ګناه خلک ووژل، او څنګه یې [د دغو خلکو] کورونه په کنډوالو بدل کړل.‌»

کتونکي وایي، د طالبانو په مشرۍ کې وروسته له هغه ماته راغله چې ملا اخترمحمد منصور د می په میاشت کې په پاکستان کې ووژل شو.‌

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه چارواکي محمد اسماعیل قاسمیار وویل، «طالبان نور تر یوه چتر لاندې نه راټولېږي او په تیت وپرک ګروپونو وېشل شوي دي چې نشي کولی تصمیمونه ونیسي،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو له امله او د مالي منابعو له ترلاسه کولو څخه وروسته، د دغو طالبانو یو شمېر فرعي ګروپونه اوس د سولې خبرې ردوي،‌ او په خپلو سختو دریځونو باندې تاکید کوي،»‌

هغه وویل، القاعده له اوږدې مودې راهیسې طالبانو ته ژمنه ده، او زیاته یې کړه چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر (۱۹۹۴ - ۲۰۱۳) د واکمنۍ پر وخت له طالبانو سره خپل بیعت کړی وو.

سوله د ټولو افغانانو لپاره ګټوره ده

سیاسي مشران او اتباع وایي،‌ ټول هغه کسان چې د افغان حکومت مشروعیت مني او په هېواد کې سوله غواړي باید مېز ته ورته ښه راغلاست وویل شي،‌ په داسې حال کې چې هغه کسان چې نړیواله ترهګري حمایه کوي او د بهرنیو هېوادونو ګوډاګیان دي هغه څه نه غواړي چې د افغانستان لپاره غوره دي.‌

د کابل یوه ۳۶ کلن سوداګر ذبیر وویل،‌ «د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، په کابل کې د عرب او منځنۍ اسیا د هېوادونو یو شمېر ترهګر موجود ول چې له دې ډلې سره یې کار کاوه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «دغه ترهګر اوس هم دلته شته، چې د طالبانو تر څنګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو او افغانانو پر ضد جګړه کوي،»‌

په کابل کې مېشت یوه امنیتي تحلیلګر او پخواني سیاستوال بشیر بیژن وویل، دا طالبان، چې په بهرنیو هېوادونو کې د ناستو بادارانو نه حکمونه ترلاسه کوي، دا مشروعیت نه لري چې د سولې خبرو سره یو ځای شي.‌

د عدالت او پرمختګ ګوند مشر سید جواد حسیني سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو هېڅکله له سولې سره علاقه نه ده ښودلې.‌ له ترهګرو او د هغوی له ملاتړو سره د دې ډلې د اړیکو لرلو له امله، یاده ډله دا وړتیا نه لري چې په مستقل ډول پرېکړې وکړي.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یوې ۲۳ کلنې محصلې کلثوم وویل، «سوله د افغانستان د ټولو خلکو لپاره ګټوره ده،»

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌ «خو طالبانو د سولې د دې خبرو په ردولو سره د افغانانو پر ضد خپله دښمني ثابته کړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500