دین

د کعبې امام وایي،‌ اسلام افراطیت او تاوتریخوالی منع کړی دی

د عدیل سعید راپور

پاکستانیان د جمعې په ورځ / د اپریل په ۷ مه/ د خیبر پښتونخوا ایالت په نوښار کې د جمعیت علمای اسلام (فضل) ګوند د سلمې کلیزې د مراسمو په ترڅ کې دعا کوي.‌ دغو مراسمو ته د کعبې امام شیخ صالح بن محمد ابراهیم هم ورغلی وو.‌ [جمعیت علمای اسلام - ف]‌

پاکستانیان د جمعې په ورځ / د اپریل په ۷ مه/ د خیبر پښتونخوا ایالت په نوښار کې د جمعیت علمای اسلام (فضل) ګوند د سلمې کلیزې د مراسمو په ترڅ کې دعا کوي.‌ دغو مراسمو ته د کعبې امام شیخ صالح بن محمد ابراهیم هم ورغلی وو.‌ [جمعیت علمای اسلام - ف]‌

پېښور -- د نړۍ د تر ټولو مقدس جومات امام په مسلمانانو تاکید کوي چې د خپل ایمان د سولې او مینې پیغام په غېږ کې ونیسي او تاوتریخوالی او افراطیت رد کړي.‌

د سعودي عربستان د مکې معظمې د لوی جومات کعبې شریفې امام شیخ صالح بن محمد ابراهیم د جمعې په ورځ / د اپریل په ۷ مه/ د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د خلکو یوې لویې غونډې ته خطبه وویله.‌ [عدیل سعید]

هغه غونډې ته په خبرو کې وویل، «اسلام د سولې دین دی او په ټولنه کې د تاوتریخوالي او ګډوډۍ مخه نیسي.»

د ترهګرۍ غندل

یوه بل برخه وال او د سعودي د اسلامي اوقافو وزیر صالح ابن عبدالعزیز ابن محمد ال الشیخ ترهګري، تاوتریخوالی او انارشي «هر هېواد ته د نه زغم وړ»‌ چارې په توګه وغندل.‌

د سعودي عربستان د مکې معظمې د لوی جومات کعبې شریفې امام شیخ صالح بن محمد ابراهیم د جمعې په ورځ / د اپریل په ۷ مه/ د خیبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د خلکو غونډې ته خبرې کوي.‌ [عدیل سعید]

د سعودي عربستان د مکې معظمې د لوی جومات کعبې شریفې امام شیخ صالح بن محمد ابراهیم د جمعې په ورځ / د اپریل په ۷ مه/ د خیبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د خلکو غونډې ته خبرې کوي.‌ [عدیل سعید]

دواړو ویناوالو د ترهګرۍ د مصیبتونو په هکله په یوه اواز خبرې وکړې.‌

د کعبې امام زیاته کړه،‌ «هغه کسان چې د اسلام په نامه تاوتریخوالي،‌ افراطیت او ګډوډۍ ته لمن وهي، هغوی د پټو انګېزو د عملي کولو په برخه کې د ګډوډۍ او انارشۍ مسؤلیت پرغاړه لري.‌»

هغه وړاندې وویل، هغو عناصرو چې اسلامي حکمونه یې تحریف کړي دي هغوی د فرقه پالنې له لارې کرکه خپره کړې او د امت په منځ کې د نفاق سبب ګرځېدلي دي.‌

هغه په څرګند ډول وویل چې،‌ «اسلام له تاوتریخوالي یا افراطیت سره هېڅ ارتباط نه لري،»‌ او یاده یې کړه چې افراطیان ګمراهان دي.‌

په یووالي باندې تاکید کول

د کعبې امام په اورېدونکو باندې تاکید وکړ چې د اسلام تر بیرغ لاندې سره یو شي او د قران او سنت لارښوونې تعقیب کړي.‌

د تشریح لپاره، هغه د قران کریم یو ایت ولوست چې وایي،‌ «تاسو ټول د الله په رسۍ منګولې ټینګې کړئ،‌ او بې اتفاقي مه کوئ.»‌

دغه عالم په دیني عالمانو باندې غږ وکړ چې د ایمان د مینې، سولې او جوړجاړي د پیغام په ښودلو سره د مسلمانانو تر منځ د یووالي د رامنځته کولو لپاره خپل رول ترسره کړي.‌

هغه وویل، علما د اسلام حقیقي وارثان دي، او یاده یې کړه چې هغوی د تدریس یو «غټ» مسؤلیت پرغاړه لري.‌

همدارنګه،‌ د کعبې امام د جمعې لمونځ ورکړ او د اسلامي وحدت، زغم او د انسانیت د نورو پرمختګونو د خپرېدا لپاره یې دعاګانې وکړې.‌

د سعودي د اسلامي اوقافو وزیر الشیخ په خپله وینا کې وویل، «په یووالي سره مونږ کولی شو چې زمونږ د مذهب او هېوادونو په وړاندې هر ډول ننګونې له منځه وېسو.»‌

کتونکو د کعبې د امام ستاینه وکړه

یوه دیني عالم او د پېښور پوهنتون پخواني مرستیال رییس پاکستان فارورډ ته وویل، «د کعبې د امام خطبه به تاوتریخوالي ته د میلان د له منځه وړلو په برخه کې زمونږ په مبارزه باندې یو دوامدار تاثیر وکړي.‌ خلک د بیت الله شریف امام ته ډېر درناوی لري.»

ایاز وویل،‌ په امت کې د کعبې د امام د موقف په پام کې نیولو سره خلک د هغه خبرو ته اهمیت ورکوي.‌

ایاز زیاته کړه،‌ «که هغه دا اعلان کړي چې تاوتریخوالی او افراطیت په اسلام کې ځای نه لري، مؤمنان به د هغه پیغام زمونږ د مذهب د یوه ریښتني درس په توګه په پام کې ونیسي.»‌

په پېښور کې د شیخ زاهد د اسلامي مرکز پخواني رییس پروفیسر عبدالغفور پاکستان فارورډ ته وویل،‌ «دیني عالمان باید د امام کعبه سره اختلافات ونه کړي.»‌

هغه زیاته کړه،‌ «د هغه په څېر شخصیت له خوا د تاوتریخوالي منع کول به د یوې اسلامي ټولنې لپاره د سولې اهمیت په ګوته کړي.»‌

هغه وړاندوینه وکړه چې،‌ د کعبې د امام بیان به د افراطیانو د ذهنونو په بدلولو کې مرسته وکړي او په ټولنه کې به ورورولۍ او عدم تشدد ته د ودې ورکولو لپاره لاره هواره کړي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه خو پاکستان د ترهګرۍ او افراطیت اصلي مرکز دی. او دغه ترهګري او افراطیت مستقیما د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای او پوځ له خوا حمایه کیږي.‌ کله چې حالت داسې دی بیا نو هیڅ حاجت نشته چې مسؤلیت په بل چا ورواچول شي، که نړۍ او نړیوال غواړي چې ځانونه د ترهګرۍ او افراطیت له کثافت نه خلاص کړي د پاکستان په نامه ډېران دې ایسته جارو او کومه کنده کې ښخ کړي او دغه چټل هېواد دې د هغه په جوړونکو اجزاوو پښتونستان، بلوچستان، سندودیش او پنجاب ووېشي او د هغه استخباراتي اداره او پوځ دې منحل کړي. د نړیوالې ټولنې لپاره دا کار دومره اسان دی لکه یو وار نصوار چې خولې ته اچوي. هیڅ ضرورت نشته چې د نړیوالې ټولنې کوم پوځي دې په کې جنګ وکړي، صرف دوه کارونه په کار دي؛ ۱.‌ د افراطیت او ترهګرۍ په دغه لوی حامي او مربي هیواد باندې اقتصادي بندیزونه لګول،‌ ۲.‌ بلوچانو او پښتنو بېلتون پالو ته وسلې او امکانات ورکول....

ځواب ورکړئ