تروريزم

داعش خپلو کونډو ته د وژل شویو مېړونو په سر د پیسو ورکړه ودروله

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیرراپور

یوه عراقۍ ښځه د ۲۰۱۷ د مارچ په ۱۲مه د امنیتي ځواکونو له خوا له داعش څخه د موصل د لوېدیځو برخو د بېرته نیولو لپاره د جګړې پر مهال د نابلوس سیمه کې ویجاړو شویو ځایونو کې روانه ده. د داعش کونډې چې د دغې ډلې له خوا تش لاس پرېښودل شوي دي، مجبورې کړای شوې چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو څخه وځي، او د پیسو پیدا کولو لپاره خپل ملکیتونه خرڅ کړي، یا دا چې هر هغه ډول کار چې هغوی ته یې وړاندیز کیږي قبول کړي -- چې ځینې وختونه یوازې د خوړو په بدل کې وي. [احمد الربایي/ ای اېف پي]

یوه عراقۍ ښځه د ۲۰۱۷ د مارچ په ۱۲مه د امنیتي ځواکونو له خوا له داعش څخه د موصل د لوېدیځو برخو د بېرته نیولو لپاره د جګړې پر مهال د نابلوس سیمه کې ویجاړو شویو ځایونو کې روانه ده. د داعش کونډې چې د دغې ډلې له خوا تش لاس پرېښودل شوي دي، مجبورې کړای شوې چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو څخه وځي، او د پیسو پیدا کولو لپاره خپل ملکیتونه خرڅ کړي، یا دا چې هر هغه ډول کار چې هغوی ته یې وړاندیز کیږي قبول کړي -- چې ځینې وختونه یوازې د خوړو په بدل کې وي. [احمد الربایي/ ای اېف پي]

د داعش د حالت په هکله خبرو سرچینو دیارونا ته وویل، دغه ډله چې له مالي ستونزو سره مخامخ ده له خپلې هغې ژمنې څخه په شا شوې چې د خپلو وژل شویو جنګیالیو کورنیو ته به پیسې ورکوي.

د وینې د قېمت ترلاسه کولو پرځای چې د داعش له کونډو سره یې وعده شوې وه، د دغې ډلې کونډو ته د کار وړاندیز کیږي، او په هغوی فشار اچول کیږي چې خپل ماشومان د جګړې جبهو ته ولېږي څو له داسې برخلیک سره مخامخ شي چې د هغوی پلرونه ورسره مخامخ شوي ول.

د داعش کونډې، چې د دغې ډلې له خوا تش لاس پرېښودل شوي دي، مجبورې کړای شوې چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو څخه وځي، او د پیسو پیدا کولو لپاره خپل ملکیتونه خرڅ کړي، یا دا چې هر هغه ډول کار چې هغوی ته یې وړاندیز کیږي قبول کړي -- چې ځینې وختونه یوازې د خوړو په بدل کې وي.

د الرقه اوسېدونکي نصر ال علي چې معلم دی او د خپل خوندیتوب له وېرې یې غوښتنه وکړه چې په دغه مستعار نوم یاد شي، وویل، وروسته له هغه چې د الرقه په کلیوالي سیمو، طبقه او د دیر ایزور په برخو کې جګړې زور واخیست د داعش تلفات زیات شول.

هغه دیارونا ته وویل، دا ښکاره خبره ده چې د داعش د سوریایي جنګیالیو له کورنیو سره وعده شوې وه چې د جګړې په لیکو کې د هغوی د پلار، ورور یا بل ډوډۍ ګټونکي د مړینې په صورت کې به هغوی ته په دوامدار ډول مالي اجورې ورکول کیږي.

هغه وویل، «تنخاګانې او تشویقي اجورې لومړنی دلیل او انګېزه وه چې ډېر سوریایان د دغې ډلې له لیکو سره یوځای شول.»

هغه وویل، دا له دې امله وو چې، «اقتصادي شرایط خراب شوي او کاري فرصتونه له منځه تللي وو،» او په نتیجه کې جګړې هغوی ته یوازې څو انتخابونه پرېښي ول.

کونډې له 'بدترینو حالاتو' سره مخامخ دي

ال علي وویل، «د ډلې د غړو کونډې تر بدترینو شرایطو لاندې ژوند کوي ځکه چې یاده ډله نشي کولی چې اجورې ورکړي او حتی په مجموع کې یې د تنخاګانو ورکول بند کړي دي.»

هغه زیاته کړه، «ځینې ښځو خپلې قضیې په هغو امنیتی ادارو او یونټونو کې چې د هغوی مېړونو په کې کار کاوه راپورته کړې، خو ګټه یې ونه کړه.»

هغه وویل، داعش له ځینې کونډو سره بل ډول چلند وکړ، «هغوی یې تطمیع کړې چې د داعش له یوه غړي سره واده وکړي او په دې توګه هغوی دې ته تشویق کړي چې د میاشتې د ۵۰ ډالرو په مقابل کې کار وکړي، یا یې فشار پرې راوړ چې خپل کوچني ماشومان شامل کړي.»

هغه وویل، سره له دې چې هغوی پوهېږي چې داعش د هغوی ماشومان د ځانمرګو بمي بریدګرو په توګه استعمالوي، «ډېرو ښځو دا ومنله چې د خپلو ماشومانو نومونه ولیکي او په دې توګه یو څه پیسې ترلاسه کړي،»

هغه وویل، اکثر هغه ښځې چې دا یې ومنله چې د یادې ډلې لپاره کار وکړي لومړیو کرښو ته بوول کېږي، چې هلته ځینې جنګ ته ورمخکې کېږي او نورو ته امر کیږي چې جنګیالیو ته د خوړو، وسلو او مهماتو د برابرولو له لارې ملاتړ برابر کړي.

د قاهرې پوهنتون د نړیوالو اقتصادي چارو پروفیسر نصر الاسیوطي وویل، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د داعش د جنګیالیو کورنۍ به له دغسې شرایطو سره مخامخ کیږي.

هغه دیارونا ته وویل، دغې ډلې ته په وروستیو میاشتو کې سخت زیانونه ور رسېدلي دي او په عوایدو کې یې سخت کمی راغلی دی.

هغه وویل، «نړیوال ایتلاف د دې وړ وو چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه داعش ته د ورلېږل کېدونکیو مرستو او بسپنو په شمول چې د یادې ډلې خزانې ته ورتللې د پیسو په ورلېږلو باندې تحریمات سخت کړي.»

هغه یادونه وکړه چې، له نړیوال تجارت څخه ترلاسه شوې ګټه دغه ګروپ ته نه ور رسېږي، او په سوریه او عراق کې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو څخه د غلا شویو تېلو خرڅلاو ودرېدلی دی.

الاسیوطي وویل، د لرغونو توکو او زراعتي پیداوارو قاچاق او سوداګرۍ چې دغې ډلې ته یې پراخې پیسې برابرولې هم بلاک شوي دي.

په تنخاګانو کې سخت کمی

کونډو ته د اجورې په ورکولو کې په پاتې راتللو سربېره، داعش د خپلو جنګیالیو تنخاګانې هم ډېرې راکمې کړي دي.

د طبقه سیمې یوه دوکاندار حماد ال نافع دیارونا ته وویل هغه دغه حالات د الرقه په بازارونو کې د خپل کار په ترڅ کې او له هغو سوداګرو سره په راکړه ورکړه کې ولیدل چې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو او خپلو مشتریانو تر منځ تګ راتګ کوي.

ال نافع چې د خوندیتوب له وېرې یې مستعار نوم کاراوه، وویل، «اوس د یوه سوریایي غړي تنخا د میاشتې یوازې ۴۰ ډالر ده، او دا له ۵۰۰ ډالرو څخه په ترتیب سره دغه حد ته را ښکته شوه.»

هغه وویل، په الرقه او طبقه کې او ورسره خواوشا سیمو کې اوس ټول په دې پوهېږي چې د داعش تر کنټرول لاندې هره سیمه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ ده.

هغه وویل، «د هر سکټور امیر د اړتیا وړ پیسو د ترلاسه کولو او د لګښتونو د پوره کولو لپاره په انفرادي چارو لاس پورې کړی دی، چې اکثر یې د نیولو او جریمه کولو له لارې ترلاسه کوي.»

هغه وویل، د خلاصېدلو قېمت له ۵۰ ډالرو څخه نیولې تر ۱۰۰ ډالرو پورې دی.

هغه وویل، نور چټک عواید د هغو کورنیو د کورونو د فرنیچرو له ضبطولو او خرڅولو څخه ترلاسه کیږي چې له ښار نه د ګروپ د کنټرول له امله تښتېدلي دي.

هغه وویل، «د داعش عناصر هر هغه شی خرڅوي چې د هغوی لاسونو ته ورځي چې پیسې ترلاسه کړي. په دغو شیانو کې تېل، ګاسولین او د سون تېل شامل دي چې په ډېرو ټیټو قېمتونو یې خرڅوي.»

هغه زیاته کړه، همدارنګه هغوی د الرقه په کلیوالي سیمو کې د برېښنا کېبلونه پرې کوي او خرڅوي.

ال نافع وویل، په وروستیو اونیو کې، د داعش د سوریايي جنګیالیو یو شمېر کونډو د بې ځایه کېدلو له څپې څخه په استفادې له سیمې څخه پښې سپکې کړې او بېلابېلو کمپونو یا کوچنیو کلیو ته وتښتېدلې.

ال نافع وویل، د داعش د بهرنیو جنګیالیو کونډې بیا داسې دي چې، «هیڅوک هم نه پوهېږي چې د هغوی څه حال دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500