امنیت

د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ

د سلیمان راپور

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي د می په ۱۴مه سره یوځای شوي چې د طالبانو پر ضد خپل وسله وال پاڅون اعلان کړي.‌ [سلیمان]

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي د می په ۱۴مه سره یوځای شوي چې د طالبانو پر ضد خپل وسله وال پاڅون اعلان کړي.‌ [سلیمان]

ازره ولسوالي، لوګر ولایت -- ځایي چارواکي او د پاڅون غړي وایي، د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو پر ضد پاڅون په لړ کې وسلې پورته کوي.‌

د لوګر د ولایتي شورا یوه غړي عبدالولي وکیل سلام ټایمز ته وویل، «خواوشا ۳۰۰۰ اوسېدونکي چې له طالبانو او د هغوی له کړنو نه په تنګ شوي دي... د دې لپاره راپورته شوي چې په سیمه کې سوله ټینګه کړي،»

د ازرې اوسېدونکو د می په ۱۴مه په یوه جرګه کې چې د افغانستان د پارلمان او د لوګر د ولایتي شورا استازو او همدارنګه د لوګر د امنیې قوماندان او د والي مرستیال په کې برخه لرله، د خپل پاڅون اعلان وکړ.‌

هغوی طالبانو ته دوه لارې په مخکې کېښودې:‌ یا د سولې بهیر سره یوځای شئ یا له وسله وال پاڅون سره مخامخ شئ.

وکیل وویل، «لومړی، هغوی له طالبانو نه وغوښتل چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار لاره تعقیب کړي، په عزت سره ترهګري وغندي، خپلې وسلې کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي. په داسې حال کې چې په دویمه لاره کې بیا ملکي خلک د طالبانو پر ضد جګړې سره یوځای کیږي او وسله وال پاڅونونه داسې خپرېږي چې اورپکي ځواکونه ځپي.»

افغانان 'سولې ته تږي دي'

د می د ۱۴مې د جرګې یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان په لوګر کې د نا امنۍ، تاوتریخوالي او وروسته پاتې والي تر ټولو لوی سبب دي،»

د غونډې دغه برخه وال وویل، «مونږ دلته نن د دې لپاره سره راغونډ شوي یو چې طالبانو ته ووایو چې ترهګري بس ده. مونږ غواړو هغوی ته ووایو چې د لوګر د خلکو صبر نور پای ته رسېدلی او دا چې مونږ نور تاسو نشو تحمل کولی.»‌

د پاڅون یوه بل غړي خان محمد سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان به د طالبانو جرمونه او ظلم هېر نه کړي. زمونږ خلک ... سولې ته تږي دي.»‌

هغه وویل، «زه طالبانو ته اخطار ورکوم:‌ که تاسو د سولې پروسې سره نه یوځای کېږئ، مونږ ... به خپل پاڅون ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړو چې ستاسو بشپړ له منځه تګ یقیني شي،»‌

د لوګر د امنیې قوماندان ډګرجنرال عصمت الله علیزي سلام ټایمز ته وویل، «د دې پاڅون غړو ژمنه وکړه چې طالبانو یا هغوی ته ورته کوم بل ترهګر ګروپ ته اجازه ورنه کړي چې بیا د افغانانو او حکومت پر وړاندې ترهګري ترسره کړي،»

هغه وویل، «په عین حال کې، افغان حکومت، او په ځانګړې توګه د کورنیو چارو د وزارت په استازیتوب زه پخپله، ژمنه کوم چې د پاڅونونو غړو ته تر پایه پورې بشپړ ملاتړ برابر کړم،»‌

هغه وویل، «هر هغه ولسي حرکت ته به، چې په لوګر ولایت کې د امن او ثبات د ټینګولو او طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره کار کوي،‌ په دې ولایت کې د محلي چارواکو له خوا هرکلی وویل شي او ملاتړ به یې وشي،»‌

'غوره انتخاب د سولې بهیر سره یوځای کېدل دي'

د لوګر د والي د دفتر ویاند سلیم صالح د جون په ۲۹مه سلام ټایمز ته وویل، «له هغه وخته چې د لوګر اوسېدونکو وسلې راپورته کړي او طالبانو ته یې خبر ورکړی چې خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورنه کړي او د سولې بهیر سره یوځای شي، د دغه ولایت په امنیتي وضعه کې ښه والی راغلی دی،»

د افغانستان په ولسي جرګه کې د لوګر یوه استازي صاحب خان چې په دغه مجلس کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «د پاڅون غړي یوازې یوه هیله لري:‌ سوله او د جګړې پای ته رسېدل.‌ ټول افغانان ګډې هیلې لري.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو پر ضد وسله وال ولسي پاڅونونه او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوسېدونکو له خوا له طالبانو نه مشخصې غوښتنې ښیي چې په افغانستان کې په هرځای کې، عام خلک نه جګړه غواړي او نه طالبان،»‌

هغه وویل،‌ «د طالبانو لپاره غوره لاره دا ده چې د سولې بهیر سره یوځای شي. که نه،‌ د هغوی مشران به یا ووژل شي یا به په تبعید کې ومري، په داسې حال کې چې د هغوی جنګیالي به د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په جګړه کې له منځه وېوړل شي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه ښه وختونه وو.

ځواب ورکړئ