امنیت

د ننګرهار اوسېدونکي وایي چې هغه کسان به له کور او کلي څخه وباسي چې د اورپکو ملاتړ کوي‌

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایت د شپږو ولسوالیو له ۱۰۰ څخه ډېرو قومي مشرانو د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۴مه په دور بابا ولسوالۍ کې پرېکړه وکړه چې هغه کسان، چې له طالبانو یا داعش سره مرسته کوي، به له خپلو کورونو او کلیو څخه وباسي. [خالد زېری]

ننګرهار -- د ننګرهار ولایت د شپږو ولسوالیو له ۱۰۰ څخه ډېرو قومي مشرانو په یوه وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې هغوی به طالب اورپکو او د داعش د ترهګرې ډلې غړو ته اجازه ور نه کړي چې د هغوی په ولسوالیو کې خوندي ځایونه ومومي.

قومي مشرانو، چې له غني خېلو،‌ دور بابا، اچین، نازیان، سپین غر او هسکې مېنې ولسوالیو څخه راغلي ول، د لیندۍ په ۴مه هوکړه وکړه، چې له هر هغه چا څخه، چې یا دغو اورپکو ته په خپلو سیمو کې ځای ورکوي یا مرسته ورسره کوي، به غوښتنه وشي چې خپل ملاتړ په چټک ډول پای ته ورسوي.

مشرانو ژمنه وکړه، چې هغه ملاتړ کوونکي، چې ملاتړ ونه دروي، هغوی به د ځایي اوسېدونکیو له خوا په زور سره د هغوی له کورونو او کليو څخه واېستل شي.

د سپین غر ولسوالۍ یوه قومي مشر، ملک اولیاء خان غونډې ته وویل، «مونږ پرېکړه کوو چې هر هغه چاته، چې له طالبانو یا داعش سره ارتباط لري، به خبرداری ورکړل شي،»

له ۱۰۰څخه ډېر قومي مشران، چې د ننګرهار ولایت د شپږو ولسوالیو استازیتوب یې کاوه، د لیندۍ په ۴مه په دوربابا ولسوالۍ کې راغونډ شول او ژمنه یې وکړه چې ټولو هغو کسانو ته، چې په خپلو سیمو کې د اورپکو ملاتړ کوي، به سزا ورکړي. [خالد زېری]

له ۱۰۰څخه ډېر قومي مشران، چې د ننګرهار ولایت د شپږو ولسوالیو استازیتوب یې کاوه، د لیندۍ په ۴مه په دوربابا ولسوالۍ کې راغونډ شول او ژمنه یې وکړه چې ټولو هغو کسانو ته، چې په خپلو سیمو کې د اورپکو ملاتړ کوي، به سزا ورکړي. [خالد زېری]

هغه وویل، «لومړی به مونږ له هغوی څخه وغواړو چې دغه مرسته ودروي او خپل ځانونه سم کړي. که ونشول، مونږ به هغوی زمونږ په کلیو کې د نا امنۍ د رامنځته کولو په خاطر د هغوی له کورونو څخه وباسو.»

قومي مشرانو همدارنګه وویل، چې هغوی به اورپکو ډلو ته< چې د هغوی په سیمو کې فعالې دي< د سولې وړاندیزونه ور ولېږي، او خبرداری ورکوي چې د انکار په صورت کې به هغوی په عملیاتو لاس پورې کړي او ملاتړ کوونکي به یې وباسي.

د اورپکو پر ضد یو ځای ودرېدل

مشرانو په افغان حکومت باندې تاکید وکړ چې له هغوی سره په دې هڅه کې مرسته وکړي او د ولسي پاڅون غړو ته وسلې ورکړي.‌

د دوربابا ولسوال همېشه ګل شینواري د غونډې برخه والو ته وویل، «ځایي خلکو تل له مونږ سره مرسته کړې ده،»

هغه یادونه وکړه چې، د شپږ واړو ولسوالیو اوسېدونکي، چې په مجموعي توګه د شینوارو ولسوالیانې بلل کیږي، «تل د حکومت ملاتړ کړی، او مونږ غواړو چې دا ملاتړ زیات شي څو مونږ د امنیت په هکله اطمینان ترلاسه کړو،»

د اچین ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک سید حکیم شینواري وویل، «مونږ له هغو ظلمونو څخه، چې د داعش جنګیالیو په مونږ تحمیل کړي وو، سخت وکړېدو، خو اوس قومونو خپل ځواکونه سره یوځای کړي او هوډ یې کړی چې دغو جنګیالیو ته -- که طالبان وي که داعش -- چې زمونږ په سیمه کې ستونزې راپورته کوي، اجازه ور نه کړي،»

هغه وویل، «مونږ به نورو دغو افرادو ته، چې زمونږ ځمکې او زمونږ کلیو ته ستونزې راوړي، اجازه ور نه کړو. مونږ به په پوره قوت سره خپل کلي او سیمې خوندي کړو او د حکومت ملاتړ به وکړو.»

د دوربابا ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک کوترخان وویل، د افغانستان د لسیزو اوږدې جګړې په ترڅ کې، «مونږ خپلې سیمې خوندي کړي... او تل د دې قربانۍ لپاره ودرېدلي یو، ځکه چې دا زمونږ هېواد دی، او مونږ به یې ساتنه کوو،»

نایک عمر شینواري، چې په غني خېل ولسوالۍ کې د ځوانانو د ټولنې مشر دی، په غونډه کې وویل، «مونږ، ځوانان، تیار یو چې له حکومت سره زمونږ په سیمو کې د امنیت ساتلو په برخه کې مرسته وکړو، او مونږ دغه کار ته د خپل یوه فرض په سترګه ګورو،»

هغه زیاته کړه، «مونږ به هڅه وکړو چې ځوانان سره را یوځای کړو او د افراطیت پر ضد د هغوی هوډ پیاوړی کړو او خپلې مبارزې ته دوام ورکړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه.

ځواب ورکړئ

دا له طالبانو سره د جګړې کولو یوه ښه لاره ده.

ځواب ورکړئ