۷ افغان اورپکي، یو سرتېری ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۷ تنه اورپکي او یو د افغان ملي اردو سرتېری په هېواد کې په وروستي تاوتریخوالي کې ووژل شول.

خامه پرېس د جولای په ۵ مه د امنیتي چارواکو له قوله ولیکل، چې درې تنه اورپکي چې د طالبانو له خوا یو ګومارل شوی قاضي هم په کې شامل وو، په وروستیو وختونو کې په هلمند ولایت کې په دوو ولسوالیو کې ووژل شول. د طالبانو قاضي د یوه بم په واسطه په اسمار ولسوالۍ کې ووژل شو. دوه تنه اورپکي په ګرشک ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې بم له ټاکلي وخت نه مخکې وچاودېد.

پژواک خبري اژانس د غزني ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال امین الله امرخېل له قوله وایي چې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون پنځه تنه یاغیان د جولای په ۵ مه د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې له افغان محلي پولیسو سره په جګړه کې ووژل شول.

د افغان ملي اردو ویاند برید جنرال سخي داد کپتان د جولای په ۵ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو عسکر هغه وخت مړ او شپږ تنه نور په روغتون کې بستر شول چې د افغان ملي اردو یوه خاین عسکر خپلو همکارانو ته د روژه ماتي په ډوډۍ کې زهر اچولي ول. هغه وویل چې شکمن کس تښتېدلی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500