۴۸ افغان اورپکي ووژل شول؛ ۱۲شکمن کسان ونیول شول

د سټاف راپور

کابل -- د وروستۍ جګړې او نور تاوتریخوالي په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۸ تنه افغان اورپکي ووژل شول او ۲ تنوعسکرو ژوند له لاسه ورکړ. په ورته وخت کې، چارواکو لږ تر لږه ۱۲ تنه شکمن اورپکي ونیول.

افغانستان ټایمز د جولای په ۱۲مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې افغان سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) د ۲۰ تنو غړو په شمول لږ تر لږه ۴۷ تنه اورپکي ووژل، او ۱۲ تنه شکمن اورپکي یې ونیول.

د دفاع وزارت وویل چې د افغان ملي اردو ۲ تنو عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړ.

نورو سرچینو د یو شمېر مشخصو جګړو په هکله راپور ورکړ چې ښایي د ۴۷ تنو اورپکو له ډلې څخه یو شمېر یې په کې مړه شوي وي.

طلوع نیوز د افغان ملي اردو د جولای د ۱۳مې د یوې بیانیې په اساس وویل چې عسکرو د جولای په ۱۲مه د کندوز ولایت په چاردره ولسوالۍ کې لږ تر لږه اووه تنه اورپکي ووژل.

خامه پرېس د جولای په ۱۲مه د ځایي چارواکو له قوله ولیکل چې افغان هوايي ځواک په وروستیو وختونو کې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې لږ تر لږه نه تنه طالبان ووژل.

په ورته وخت کې، خامه پرېس د جولای په ۱۲مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې یو اورپکي په وروستیو وختونو کې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان په کور کې د داسې یوې له وخت نه مخکې چاودونکې وسیلې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو چې هغه په یاد کور کې جوړوله. څلور تنه نور اورپکي زخمیان شول.

خامه پرېس د جولای په ۱۲مه راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست په وروستیو وختونو کې د حقاني شبکې د نه تنو شکمنو غړو د نیونې په نتیجه کې د زابل ولایت په قلات کې د یوې حملې هڅه شنډه کړه. ښایي چې دغه نه تنه شکمن کسان د هغو ۱۲ تنو توقیف شویو کسانو په ډله کې وي چې دفاع وزارت یې په ۲۴ ساعتونو کې د نیونې خبر ورکړی وو.

د ملي امنیت ریاست وویل چې دغې ادارې لږ تر لږه ۱۲ بمونه کشف کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500