کابل -- افغانستان ټایمز د دفاع وزارت د اګست د ۱۴مې د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې یو سړک چې د پکتیا ولایت جانیخېلو ولسوالۍ ته ځي بېرته خلاص کړ.
طالبانو د یادې لارې په بندولو سره ځایي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي ول.
په عین حال کې، افغانستان ټایمز د نورستان ولایت د والي حافظ عبدالقیوم له قوله راپور ورکړ چې عسکرو د نورستان ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د اورپکو یوه حمله په شا وتمبوله.
قیوم وویل چې په حمله کوونکیو کې بهرني جنګیالي شامل ول.