افغان ځواکونو ۵۷ اورپکي ووژل او ۱۹شکمن کسان یې ونیول

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۵۷ تنه اورپکي او ۱۳ تنه عسکر په افغانستان کې په وروستۍ جګړه کې ووژل شول.‌

افغانستان ټایمز د اګست په ۲۱ مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په ۱۰ ولایتونو کې ۵۰ تنه طالبان ووژل او ۶ تنه نور شکمن طالبان یې ونیول.‌

د دفاع وزارت وویل چې ۱۳ تنه عسکر ووژل شول.‌

افغانستان ټایمز د اګست په ۲۱مه راپور ورکړ چې په جلا توګه د فاریاب ولایت په درې ولسوالیو کې په وروستۍ جګړه کې لږ تر لږه ۷ تنه طالبان ووژل شول.‌

افغانستان ټایمز د کورنیو چارو د وزارت د اګست د ۲۱ مې د یوې بیانیې په اساس لیکلي چې چارواکو په وروستیو وختونو کې د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا ټاکل شوی قاضي او ۱۲ تنه نور یاغیان ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500