جوزجان، افغانستان -- خامه پرېس د سپتمبر په ۲۰مه راپور ورکړ چې د افغان ولسمشر د مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ساتونکي په جوزجان ولایت کې د طالبانو له یوه کمین سره په جګړه کې کېوتل. په عین حال کې پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې ترهګرو په وروستیو وختونو کې په هلمند ولایت کې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان او درې نجونې ووژل.
خامه پرېس د سپتمبر په ۲۰مه د جوزجان د امنیې قوماندان جنرال خواجه رحمت الله ترکستاني له قوله راپور ورکړ چې د دوستم ساتونکي په وروستیو کې د دغه ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې له یوه کمین سره په جګړه کې کېوتل.
هغه وویل چې یوې خوا ته هم د هېڅ تلفاتو راپور نه دی ورکول شوی.
په عین حال کې، پژواک خبري اژانس د سپتمبر په ۲۰مه د هلمند د والي د ویاند عمرځواک له قوله راپور کړ چې طالبانو د سپتمبر په ۱۹مه د هلمند په دوه برخو کې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان او درې نجونې ووژل.
ځواک وویل چې طالبانو په ناوه ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندان سلطان محمد موټر په راکټونو وویشت چې هغه یې وواژه او درې تنه نور پولیس افسران یې ټپيان کړل.
ځواک زیاته کړه چې د طالبانو یوې د توپ ګولۍ په ګرشک ولسوالۍ کې درې نجونې ووژلې.