امنیتي ځواکونو ۹۲ طالب اورپکي ووژل

د سټاف راپور

اروزګان -- د طلوع نیوز د راپور په اساس، چارواکو د اکتوبر په ۱۴ مه وویل چې لږ تر لږه ۹۲ تنه طالبان د عملیاتو په ترڅ کې هغه وخت ووژل شول چې امنیتي ځواکونو د کندهار - اروزګان لویه لاره پاکوله او د دغو دوه ولایتونو تر منځ سرک بیا پرانسته یې کوله.

د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د امنیې قوماندان پاچا وویل، امنیتي ځواکونو نه یوازې هغه لویه لاره بیا پرانستله بلکه د یادو دوه ولایتونو د نښلولوو لپاره یې یوه بله بدیله لاره هم جوړه کړه.

۲۱۵ میوند قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۲ تنه طالب جنګیالي او درې تنه د اردو عسکر ووژل شول.

د عملیاتو په ترڅ کې خواوشا ۱۷۲ حلقې ماینونه هم کشف او خنثی کړای شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500