د زابل والي، ښاروال د اورپکو له حملې نه روغ ووتل

د ای اېف پي/ سټاف راپور

زابل، افغانستان -- د زابل والي او د دغه ولایت د یوې ولسوالۍ ښاروال د ډسمبر په ۵ مه له یوې قاتلانې حملې څخه په لږ څخه کې روغ راووتل، په داسې حال کې چې طالبانو د ډسمبر په ۲مه د پوهنتون یو محصل په دار وځړاوه.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د افغانمل ویاند ګل اسلام سیال تایید کړه چې وسله والو والي بسم الله افغانمل او ښاروال کریم الله حکیمي ته په داسې حال کې چې هغوی صفا ولسوالۍ ته سفر کاوه په لاره کې کمین نیولی وو.

یو چارواکی هم ژوبل نشو.

په ورته وخت کې، افغان چارواکو وویل چې طالبانو د کابل د پولیتخنیک پوهنتون محصل فیض الرحمان د میدان وردک ولایت په چک ولسوالۍ کې له خپل موټر څخه وتښتاوه او بیا یې په دار وځړاوه.

د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمان منګل د فرانسې خبري اژانس (ای اېف پي) ته وویل چې په داسې حال کې چې طالبانو په فیض الرحمان باندې د طالبانو د یوه غړي د وژلو تور لګولی وو هغوی «هغه د ډسمبر په ۲مه په عام محضر کې په دار وځړاوه. محلي مشرانو هڅه وکړه چې منځګړتیا وکړي او نوموړی راخوشې کړي، خو زور یې ونه رسېد.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې هغوی پلټنه پيل کړې ده «چې د دغه جنایي عمل عاملان ونیسي او سزا ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500