کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې د افغانستان د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزارت د سه شنبې د ورځې (د ډسمبر ۶مه) د راپور له مخې د دغه هېواد ۳.۵ میلیونه وګړي په نشه ییزو موادو روږدي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې پولیسو تېره شنبه (د ډسمبر ۳ مه) په کابل ولایت کې د یوه عملیات پر وخت ۶۱ ټنه چرس ونیول.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، په روږدو کسانو کې له ۱ میلیون څخه ډېر ځوانان شامل دي.
افغانستان ټایمز د ډسمبر په ۶ مه راپور ورکړ چې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال بازمحمد احمدي وویل، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د پولیسو له خوا په ترلاسه شویو موادو کې ۶ ذخیرې په خاک جبار ولسوالۍ کې وې.
احمدي زیاته کړه، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې پولیسو په تېره یوه نیمه میاشت کې ۲۸۴ کسان نیولي دي.