کابل -- د افغانستان لویدیځو متحدانو د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۳مه) د ولسمشر د لومړي مرستیال او د هغه د ساتونکیو له خوا په یوه سیاسي حریف باندې په داسې حال کې چې هغه یې په خپل شخصي کور کې بندي کړی وو د حملې د تورونو له امله له دغه هېواد څخه غوښتنه وکړه چې د پېښې څېړنه دې وکړي.
عبدالرشید دوستم، چې يو پخوانی جنګسالار دی، په دې تورن دی چې د نومبر په میاشت کې یې د شمال په جوزجان ولایت کې د بزکشۍ د لوبې په جریان کې خپلو ساتونکیو ته امر کړی وو چې د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي دې راونیسي.
په دوستم باندې تور لګېدلی دی چې ایشچي یې ۵ ورځې په خپله شخصي کلا کې یرغمل ساتلی وو، او هلته هغه امر کړی وو چې ایشچي دې شکنجه کړای شي او جنسي تجاوز دې پرې وشي.
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا د ښاغلي ایشچي غیرقانوني توقیف او د هغه په وړاندې ناوړه چلند جدي اندېښنې راپورته کوي،»
په خبرپاڼه کې راغلي، «مونږ به په دې برخه کې د افغان حکومت حرکت ته ښه راغلاست ووایو چې د دغو تورونوچټکه څېړنه وکړي،»
اروپایي اتحادیې، استرالیا او کاناډا هم «د بشري حقونو د سختو سرغړونو او د ایشچي په مقابل کې د ناوړه چلند» د «منصفانه او شفافې څېړنې» غوښتنه وکړه.