ننګرهار، افغانستان -- طلوع نیوز راپور ورکړ، امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۸مه) د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې په یوه جنګ کې ۵ تنه اورپکي ووژل.
د ننګرهار د امنیې قوماندان سید ګل اغا روحاني وویل، جنګ وروسته له هغه شروع شو چې طالبانو د پولیسو په یوه پوسته برید وکړ.
هغه وویل، سرتېرو متقابلې ډزې وکړې او دوی ته له کومو تلفاتو ور رسېدلو پرته یې ۵ واړه طالبان ووژل.