لشکرګاه، افغانستان -- چارواکو د چارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۸ مه) وویل، طالبانو لږ تر لږه ۶ پلونه الوځولي دي او په هلمند ولایت کې یې یو عسکر وژلی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل، د پلونو د الوځولو دغه ټولې پيښې د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۵ مه) د هلمند کندهار په لویه لار کې رامځته شوې.
هغه وویل، تر اوسه پورې کارکوونکو په دې کې درې پلونه جوړ کړي دي. هغه زیاته کړه چې په هلمند کې په دې وروستۍ جګړه کې د افعان ملي اردو یو عسکر وژلی شوی دی.
ځواک وویل، اورپکو ته هغه مهال درانه تلفات واوښتل کله چې ځواکونو د دغه لار د پرانستو لپاره جګړه وکړه.