زابل، افغانستان -- افغانستان ټایمز د چارشنبې په ورځ/ د جنوري ۱۱مه/ راپور ورکړ چې، طالبانو د سه شنبې په ورځ /د جنوري ۱۰مه/ په یوه کمین کې ۷ تنه پولیس ووژل.
یوه ځایي چارواکي وویل، اورپکو په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه لیرې پرته پوسته حمله وکړه.
یو اورپکی ووژل شو.
په عین حال کې، د افغانستان ټایمز د یوه جلا راپور په اساس، د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په تېرو درې میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه ییزو توکو ۱۰ تنه شکمن خرڅوونکي ونیول.
د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پولیسو وویل، په نیول شویو نشه ییزو توکو کې ۷۳ کیلوګرامه هیرویین او ۱۵۳ کیلوګرامه اپین شامل ول.