هلمند، افغانستان -- د کورنیو چارو وزارت یکشنبه / د جنوري ۲۹مه/ وویل، افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۶ تنه اورپکي ووژل او ۶ د هیرویینو لابراتورونه یې ویجاړ کړل.
د کورنیو چارو وزارت وویل، د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزو پولیسو شنبه / د جنوري ۲۸مه/ په بندو کلي کې په لابراتوارونو باندې حمله وکړه.
پولیسو نژدې ۱.۱ ټنه مورفین، نژدې ۱۵.۲ ټنه امونیم کلوراید، او ۲ زره لیتره مایع اپین ویجاړ کړل.