کابل -- د رسنیو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) راپور ورکړ چې په افغانستان کې په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۰۱۵ کال په نسبت د ملکي خلکو په تلفاتو کې ۳.۷٪ ډیرښت راغلی دی.
خامه پریس دوشنبه /د فبروري ۶ مه/ راپور ورکړ چې په ۲۰۱۶ کال کې ۳۴۹۸ ملکي کسان وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي، د داعش په لاس د وژل شویو کسانو شمیر په یو کال کې ۱۰ برابره (له ۸۲ څخه ۸۹۹ ته) زیات شو.
فرقه یي حملې ۶٪ زیاتې شوې، چې ۸۷ کسان په کې ووژل شول.