افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش پر ضد د «شاهین ۲۵» عملیات پيل کړل

د سټاف راپور

جلال اباد -- امنیتي چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو چې د متحده ایالاتو هوایي ملاتړ ورسره وو د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۱۲مه/ په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد «شاهین ۲۵» عملیات پیل کړل.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د افغان اردو ویاند تورن جنرال شیرین اغا فقیري وویل، عملیات په کوټ او هسکه مینه ولسوالیو کې شروع شول او په تدریج سره به نورو سیمو ته پسې وغزېږي.

هغه وویل، پولیس او د اردو پرسونل به په عملیاتو کې برخه واخلي او که ضرورت شي امریکایی ځواکونه به ورسره هوایي ملاتړ وکړي.

د پولیسو د ویاند حضرت حسین مشرقیوال په وینا، پولیس به همدارنګه په هغو سیمو کې چې له داعش څخه بیرته نیول کیږي د تلاشۍ پوستې جوړې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500