کابل -- چارواکو د شنبې په ورځ /د فبروري ۲۵مه/ وویل، چې د شنبې په ورځ /د فبروري ۲۴مه/ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې په یوه وسله واله نښته کې لږ تر لږه ۴ تنه اورپکي او۱۰ تنه پولیس افسران، او همدارنګه د یوه پولیس افسر میرمن ووژل شول.
د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د والي ویاند محمد رضا غفوري وویل، اورپکو افسرانو ته هغه وخت کمین ونیو چې هغوی د ماښام لمانځه نه وروسته له یوه جومات نه راوتل.
غفوري وویل، د پولیسو د یوه قوماندان میرمن هغه وخت ووژل شوه چې هغې صحنې ته منډه ورواخیسته.
د ازادۍ راډېو د راپور په اساس، د ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال رحمت الله ترکستاني وویل، ۴ تنه بریدګر په ځوابي ډزو کې ووژل شول.
طالبانو د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست خو غفوري یې پړه پر داعش ورواچوله.