کندهار-- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ / د مارچ ۶ مه/ راپور ورکړ چې د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې په یوه وسله واله نښته کې ۱۵ تنه اورپکي او ۶ تنه پولیس افسران ووژل شول.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني وویل، نښته د شنبې په ورځ / د مارچ ۴ مه/ په یاده ولسوالۍ کې وروسته له هغه پیښه شوه چې طالبانو د تلاشۍ پرپوستو حمله وکړه.