کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې، په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۵۱ تنه اورپکي او ۹ تنه امنیتي پرسونل ووژل شول.
خامه پرېس د یکشنبې په ورځ / د مارچ ۱۲مه/ راپور ورکړ چې د ولایت د مطبوعاتو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ننګرهار ولایت په درې ولسوالیو کې هوایي او ځمکنیو عملیاتو د طالبانو ۱۱ غړي او د داعش ۹ غړي ووژل.
په جګړه کې ۹ تنه سرتېري هم ووژل شول.
د ازاد افغانستان د راډېو د راپور له مخې، د هلمند ولایتي ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، سرتېرو په هلمند ولایت کې ۳۱ تنه طالبان ووژل.
په عین حال کې، د خامه پرېس د دوشنبې / د مارچ ۱۳مه/ د یوه راپور په اساس، د افغان ملي اردو ویاند جنرال محمد رسول ځاځي وویل، امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه جېل څخه لږ تر لږه ۳۲ تنه پولیس افسران وژغورل.