لښکرګاه، افغانستان -- چارواکو وويل، افغان او ایتلافي ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې په درې ولایتونو کې ۳۴ تنه اورپکي ووژل.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تایید کړه چې، عسکرو چې د دوشنبې په ورځ /د مارچ ۱۳مه/ یې په هلمند ولایت کې عملیات ترسره کول د لښکرګاه لپاره د طالبانو تش په نامه ښاروال په شمول ۲۴ تنه اورپکي ووژل.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، افغان جنګي الوتکو په ننګرهار او کندوز ولایتونو کې د سې شنبې په ورځ / د مارچ ۱۴مه/ د داعش اته او د طالبانو دوه اورپکي ووژل.