کابل -- د رسنیو د راپورونو له مخې، جیګپوړو امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ /د مارچ ۲۷مه/ ولسي جرګې ته وویل چې مقاماتو په کابل کې په سردار داودخان روغتون د مارچ د ۸ مې د حملې په تړاو ۲۳ مشکوک کسان نیولي دي.
د دفاع وزیر عبدالله حبیبي هم د چارواکو خبره تایید کړه.
د خامه پرېس د راپور په اساس، د ملي امنیت ریاست رییس معصوم ستانکزي وویل، د یادې ډله ییزې وژنې تر شا لاس لرونکي مجرمان به ژر رسوا کړای شي.
یاد مشکوک کسان د وظیفوي غفلت په شمول د بېلابېلو تورونو په تړاو نیول شوي دي.
په حمله کې د تلفاتو د شمېر په هکله بېلابېل نظرونه موجود دي، خو راپورونه وایي چې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.