په ننګرهار کې د داعش ۱۹ جنګیالي ووژل شول

د سټاف راپور

جلال اباد -- چارواکو وویل،‌ افغان سرتېرو د ننګرهار ولایت په دوه ولسوالیو کې په جګړه کې د داعش ۱۹ تنه اورپکي ووژل.

خامه پرېس د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۱۰مه/ راپور ورکړ چې افغان ملي اردو او د ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال دغه مړینې تایید کړې.‌

طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ د اچین د ولسوال اسماعیل شینواري له قوله راپور ورکړ چې، په تېرو ۱۰ ورځو کې، عسکرو چې د حمزه په نامه عملیات یې ترسره کول په کوټ او اچین ولسوالیو کې د داعش ۲۵۰ تنه اورپکي وژلي دي.‌

هغه وویل،‌ په دغو جګړو کې ۷ تنه طالبان هم وژل شوي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500