په جوزجان او اروزګان کې د داعش او طالبانو ۲۲ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

شبرغان -- په جوزجان او اروزګان ولایتونو کې په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۲۲ تنه اورپکي او یو پولیس ووژل شول.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان رحمت الله ترکستاني وویل، د جوزجان د دوه ولسوالیو لپاره د داعش له خوا ټاکل شوی مشر د هغو ۱۱ اورپکو په ډله کې شامل دی چې د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۱۱مه/ په جګړه کې ووژل شول.

په عین حال کې چارواکو وویل چې، امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۱۲مه/ د اروزګان ولایت په خاص ولسوالۍ کې په یو عملیات کې لږ تر لږه ۱۱ تنه طالبان ووژل.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې، د اروزګان په جګړه کې یو پولیس هم ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500