کابل -- یوه جیګپوړي امریکایي دفاعي چارواکي د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۲۵ مه/ ای اېف پي ته وویل، د افغانستان په یوه پوځي مرکز د طالبانو د تېرې اونۍ د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۴ تنه رسېدلی دی.
د حملې د قربانیانو دقیق شمېر معلوم نه وو، او افغان چارواکو دا غوښتنې له پامه غورځولې چې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د شمېر په هکله چې هغوی له ۱۰۰ تنو څخه ډېر ښودلی وو، جزیات ورکړي.
د متحده ایالاتو دفاعي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې په ۱۴۴ وژل شویو کسانو سربېره، خواوشا ۶۰ نور امنیتي ځواکونه ټپي شوي هم دي.
باور کیږي چې د افغانستان په پوځي مرکز یا قول اردو باندې د جمعې د ورځې / د اپریل د ۲۱مې/ حمله چې د مزارشریف له ښار څخه بهر سیمه کې ترسره شوه په یوه پوځي مرکز باندې د طالبانو تر ټولو ډېره مرګونې حمله وه.
چارواکو د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۲۶ مه/ وویل، افغان مقاماتو په یاد بېس کې ۳۵ تنه کارکوونکي عکسر نیولي دي. د دفاع وزارت د مړو شمېر ۱۳۵ تنه ښودلی دی.