کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۲۷مه/ راپور ورکړ چې د داعش او طالبانو اورپکي په جوزجان ولایت کې په خپلو کې سره په جګړه شول او په نتیجه کې یې ۹۱ کسان ووژل شول.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وویل، محلي چارواکي وایي چې نښتې، چې تر دې دمه یې ۷۶ تنه طالبان او ۱۵ تنه د داعش غړي وژلي دي، د سې شنبې په ورځ پیل شوې خو لا تر اوسه پورې هم دوام لري.
له یادو ډلو څخه یوې هم د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.