غزني -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې په غزني ولایت کې شاوخوا دوه درجنه اورپکي ووژل شول.
دغزني پولیسو وویل، چې د طالبانو یو موټر د پنجشنبې په ورځ / د می ۴ مه/ په ووټ سیمه کې وچاودېد چې ۱۶ تنه اورپکي په کې ووژل شول، او زیاته یې کړه چې په مړو کې یو پاکستانی قوماندان هم شامل وو. د بم اېښودونکي معلوم نه شول.
افغان ملي اردو بیا د طالبانو د تلفاتو شمېر ۱۸ تنه وښود.
د ولایت پولیسو وویل، عسکرو چې په واغز ولسوالۍ کې یې امنیتي عملیات ترسره کول د پنجشنبې په ورځ ۷ تنه نور طالبان هم ووژل.