کندوز -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، چارواکو د سې شنبې په ورځ / د می ۹مه/ وویل، چې افغان سرتېرو ۱۲ تنه طالب اورپکي ونیول او د کندوز - خان اباد د لویې لارې یوه برخه یې تصفیه کړه.
پولیسو وویل، سرتېرو د یاغیانو، چې په لویه لاره په موټر کې سپاره وو او غوښتل یې چې له نورو طالبانو سره یوځای شي، مخه ونیوله او را ایسار یې کړل.
پولیسو زیاته کړه، سرتېرو په کندوز ولایت کې درې د تلاشۍ پوستې تصفیه کړې او مخ پر وړاندې روان دي.