لښکرګاه -- رسنیو راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په کندهار او هلمند ولایتونو کې ۱۷ امنیتي پرسونل ووژل.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ / د می ۲۲ مه/ د طالبانو په یوه حمله کې ۱۱ تنه عسکر ووژل شول.
پژواک خبري اژانس د هلمند ولایت د امنیې قوماندان تورن جنرال اغانور کینتوز له قوله راپور ورکړ، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ / د می ۲۱ مه/ د طالبانو په یوه بله حمله کې ۶ پولیس افسران ووژل شول.