راکټ د هند د استازي کور وویشت؛‌ پولیسو په کابل د توغندویو پلان شنډ کړ

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې یو راکټ چې له یوه نامعلوم ځای څخه وار شوی وو د سې شنبې په ورځ / د جون ۶ مه/ په کابل کې د هندوستان د سفیر له کور نه بهر د ټینیس میدان وویشت. د هېڅ تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ / د جون ۵ مه/ د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې ۲۰ راکټونه ونیول.

په پروان کې د امنیتي ځواکونو د ګډ مرکز قوماندان جګړن الوزي احمدي وویل، دغه راکټونه د دې لپاره په پام کې نیول شوي ول چې په کابل ور وتوغول شي. هغه زیاته کړه چې اورپکو هڅه کوله چې د کابل بهیر کانفرانس چې د افغانستان د سولې په هکله وو او د سې شنبې په ورځ پیل شو ګډوډ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500